ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور سيمه ييز پوليس ووژل شول

څلور سيمه ييز پوليس ووژل شول

author avatar
24 Oct 2013 - 13:31
څلور سيمه ييز پوليس ووژل شول
author avatar
24 Oct 2013 - 13:31

هرات ( پژواک،٢ لړم ٩٢): چارواکي وايي، چې د بادغيس په بالامرغاب کې د وسله والو او سيمه ييزو پوليس تر منځ نښته کې څلور سيمه ييز پوليس ووژل شول.

د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال د لړم په ٢مه پژواک ته وويل، چې دغه نښته نن سهار  د بالامرغاب د ملاکفه په سيمه کې رامنځ ته شوه.

هغه زياتوي، چې وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوسته بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې څلور پوليس ووژل شول او يو تن ټپي دى.

د ملاکفه د کلي اوسېدونکي شاه اغا پژواک ته وويل، جګړه سهار وختي د لمانځه پر مهال رامنځ ته شوه.

د نوموړي په وينا، جګړې شاوخوا يو ساعت دوام وکړ او د جګړې تر ختمېدو وروسته د پوليسو پوستې ته امبولانس ورغى مړي او ټپيان يې په کې ولېږدول، خو نوموړي د پوليسو د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه معلومات نه لرل.

 د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، په بادغيس کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې يې درې تنه وژلي او دوه ټپيان دي، خو د خپلو ملګرو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.