ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میلیون جام کرکټ سیالیو کې افغان رنجرز افغان لاینز ته ماتې ورکړه

د میلیون جام کرکټ سیالیو کې افغان رنجرز افغان لاینز ته ماتې ورکړه

author avatar
25 Oct 2013 - 17:19
د میلیون جام کرکټ سیالیو کې افغان رنجرز افغان لاینز ته ماتې ورکړه
author avatar
25 Oct 2013 - 17:19

کابل (پژواک ۳ لړم ۹۲ ) : په کابل کې  د لوبه کرکټ کلب لخوا د کرکټ میلیوني جام سیالیو په لومړۍ ورځ د افغان رنجرز لوبډلې افغان ټایګرز ته ماتې ورکړه.

دا سيالۍ د لوبه کرکټ کلپ (اېل سي سي) له خوا د احمدشاه بابامینې زرملوال کرکټ په خصوصي لوبغالي  نن دلړم په ۳مه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دا لوبه  نن سهار د کرکټ د ملي لوبډلې داوسني لوبغاړي کریم خان صادق لخوا دیوه توپ په وهلو سره چې د رییس احمدزي لخوا ورته بال شوی و، پیل شوه.

د اېل سي سي مسوول ضراب شاه ظهير پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نن ورځې د لومړۍ لوبې پچه دافغان رنجرز لوبډلې وګټله او لومړی یې پخپله دلوبې کولو پریکړه وکړه.

هغه زیاته کړه،په دې لوبډله کې چې د ملي لوبډلې پخواني او اوسنیو لوبغاړو رییس احمدزی، محب الله اورریاخیل، امیر منګل ، فضل ځاځي او فضل نیازي شتون درلود، ډیره په زړه پورې لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو یې ۲۱۶ منډې جوړې کړې.

د افغان رنجرز له لوري  فضل ځاځي ډیره ښه لوبه وکړه او داوو شپږیزو په مټ یې ۱۰۷ منډې جوړې کړې.

ظهیر وویل چې د  افغان لاینز لوبډله ونه شو کړای چې یاد هدف ترلاسه کړي او لوبډله یې په ۲۰ اورونو کې د  ۸ لوبغاړو په سوڅیدو ۱۶۱ منډې وکړې.

ددوی له لوري کشر سمیع الله شینواري ۴۶ او مزمل شینواري ۳۵ منډې وکړې.

د افغان رنجرز لوبغاړی فضل ځاځی ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د اېل سي سي مسوول ضراب شاه ظهير وایي چې ددې سیالیو په لاره اچولو کې ورسره دافغانستان کرکټ بورډ تخنیکي مرسته کړې ده.

هغه کرکټ بورډ څخه د مننې ترڅنګ وویل چې دوی سره ددې سیالیو په لاره اچولو کې همکاري کړې او لوبڅاران یې هم ورکړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ دا يو ښه اقدام بولي او زياتوي، چې د خصوصي سکتور له لارې به په هېواد کې کرکټ نوره هم وده وکړي.

دافغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد چې ددې سیالیو د پرانستې په مراسمو کې یې ګډون کړی و، په هېواد د کرکټ لوبې د پرمختګ لپاره د کرکټ بورډ له لوري دهر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه چې خصوصي سکتور د کرکټ لوبې په وده کې مهم رول لوبولى شي .

د ایل سي سي مشر وایي،  چې په دې سیالیو کې شپږو لوبډله برخه اخیستې دي چې  پکې افغان رنجرز، افغان زمريان، کام اير، خوست بادشاه، المسافي ټايګرز او  افغان سټارز لوبډلې شاملې دي.

د ده په وينا، دا سيالۍ  به یوه اونۍ د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې د زرملوال په خصوصي لوبغالي کې روانې وي او د وطن خصوصي تلويزيون له خوا به په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.

ظهير وايي، هره ورځ دوه شل اوريزې لوبې به ترسره کېږي او په پاى کې به د يوه ميليون افغانيو په ارزښت نغدي جايزې پر لوبډلو او لوبغاړو ووېشل شي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.