ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمدي : باوري يم چې مشورتي لويه جرګه به له امنيتي تړون سره موافقه وکړي

محمدي : باوري يم چې مشورتي لويه جرګه به له امنيتي تړون سره موافقه وکړي

author avatar
25 Oct 2013 - 11:02
محمدي : باوري يم چې مشورتي لويه جرګه به له امنيتي تړون سره موافقه وکړي
author avatar
25 Oct 2013 - 11:02

کابل ( پژواک ٣ لړم ٩٢ ) : د افغانستان د ملي دفاع وزير باوري دى، چې مشورتي لويه جرګه به   له امريکا سره پر امنيتي سند موافقه وکړي.

د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله خان محمدي دغه څرګندونې پرون ناوخته دالمان په فرنکفورټ ښار کې له خبريالانو سره دلنډو خبرو پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې : (( زه باوري يم چې لويه مشورتي جرګه به له امريکا سره پر امنيتي سند موافقه وکړي، څو تر ٢٠١٤ کال وروسته امريکايي او نور  نړيوال ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.))

جنرال محمدي ويلي، چې د مشورتي لويې جرګې ډيرى ګډونوال به له ياد سند سره موافقه وکړي او تر هغه وروسته به افغانستان او امريکا پر دغه سند لاسيک وکړي.

د ملي دفاع وزير په بروکسل کې د ناټو ددفاع وزيرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې تر ګډون  وروسته المان ته تللى دى.

د ناټو  دفاع وزيرانو هم هيله څرګنده کړې، چې افغانستان به له امريکا سره ياد تړون لاسليک کړي.

بلخوا  دامريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون مشر سناتور کارل ليوين پرون ولسمشر حامد کرزي سره دليدنې پر مهال افغانستان سره راتلونکې مرستې امنيتي تړون پورې مشروطې کړې دي.

د امريکا او افغانستان ترمنځ پر امنيتي تړون خبرې يو کال مخکې پيل شوې وې او ټاکل شوې وه، چې تر يوه کال مخکې  لاسليک شي.

ولسمشر حامد کرزي د امنيتي تړون په اړه مشورتي  لويه جرګه  راغوښتې ، چې ټاکل شوې ده، د لړم تر ٢٠پورې جوړه شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.