ميمنه (پژواک ٤ لړم ٩٢) د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو د دوو قوماندانانو په ګډون اوه طالبان د ماين جوړلو پر مهال، وژل شوي دي.
د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه ډله طالبان د کاکړانو د کلي په يوه کور کې پر ماين جوړولو بوخت وو، چې د سيم تړلو پر مهال ترې تېروتنه شوې او په ورته وخت کې چاودنه رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ملا ابراهيم او ملا فيروز په نومونو د دوو ډلمشرانو په ګډون اوه طالبان وژل شوي دي.
يوه قومي مشر احمد فواد وويل، چې دغه کور د دغې سيمې د يوه اوسېدونکي غوث الدين کور دى او په هغه کې له طالبانو پرته بل چا ژوند نه کاوه.
سرچينې زياته کړه، چې د کاکړيانو کلى د قيصار د خواجه کنتي سيمې پورې اړوند دى، چې اوسمهال د طالبانو تر ولکې لاندې دى.
د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخېل وايي، چې په دغه پېښه کې شپږ نور طالبان هم ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د طالبانو يو بل سرګروپ له يوه ساتونکي سره يو ځاى په المار ولسوالۍ باندې د بريد په ترڅ کې له پښو غورځول شوى دى.
ملاخېل وويل، چې طالبانو د شاتګ پر مهال د المار بازار پر لوري، چې نن ورځ پکې ګڼه ګوڼه زياته وي، د پيکا په وسيله ډزې کړې او له امله يې څلور ملکي وګړي برسېرن ټپيان شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
په ورته وخت کې، په المار کې يوه سيمه ييز چارواکي، چې له نوم ښودلو يې ډډه کوله وويل، د دغې ولسوالۍ په ديوانه خانه کلي کې پر امنيتي ټانک د طالبانو له لوري د ډزو پر مهال يو سرتېرى وژل شوى او له هغه وروسته د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې يو ځوان وژل شوى او د هغه مېرمن هم ټپي شوې ده.
خو امنيه قوماندان بيا دغه ادعا ردوي.
وسلوالو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن