ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان پي ار ټي وتړل شوه

author avatar
28 Oct 2013 - 20:08
author avatar
28 Oct 2013 - 20:08

ترينکوټ (پژواک ٦ لړم ٩٢): په اروزګان کې د استراليا د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) له نهه کلن فعاليت وروسته، نن په رسمي توګه خپل دفترونه وتړل.

ځايي چارواکي وايي، چې يادې ډلې په دغه ولايت کې په تېرو نهو کلونو کې د بيارغونې چارې پر مخ وړې او په دې موده کې يې د سړکونو، پلونو ښوونځيو، کلينيکونو او په نورو رغنيزو برخو کې ډېر کارونه ترسره کړي دي.

په همدی موخه، نن په دې ولايت کې مراسم ترسره شول، چې د کورنيو چارو له وزير عمر داوودزي او د دفاع وزارت لوى درستيز شېرمحمد کريمي سربېره د استراليا هېواد لومړي وزير ټوني ابوټ Tony Abbott، دفاع وزير ډيويډ جانسټن David Johnston، د استراليا حکومت د اپوزيسون مشر بيل شوټور Bill shottor، په افغانستان کې د امريکا، استراليا، هالڼد  سفيرانو او يو شمېر امنيتي چارواکو ګډون کړى وو.

يادو چارواکو په دې ولايت کې د ولايتي بيارغونې ډلې کارونو ته د پاى ټکى کېښود.

د اروزګان والي اميرمحمد اخوندزاده د استراليا له هېواد او چارواکو مننه وکړه، چې په دې ولايت کې يې د بيارغونو چارو ترڅنګ پوځي ماموريت هم ترسره کړ.

ده زياته کړه، افغان ځواکونه اوسمهال کولى شي د اروزګان امنيتي چارې په غاړه واخلي.

نوموړي له استراليايي چارواکو وغوښتل، چې له دې ولايت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د کورنيو چارو وزير عمر داوودزي وويل، دا مهال افغان ځواکونه د دې جوګه شوي، چې د خپل هېواد ساتنه وکړي.

ده د استراليا له هغو سرتېرو، چې په افغانستان کې يې د جګړې پرمهال ژوند له لاسه ورکړى، يادونه وکړه او له کورنيو سره يې همدردي ښکاره کړه.

د استراليا لومړي وزير ټوني ابوټ د اروزګان له چارواکو او خلکو مننه وکړه، چې تردې مهاله يې د دوى له ځواکونو او د ولايتي بيارغونې ډلې سره همکاري کړې ده.

هغه زياته کړه، په اروزګان کې د ولايتي بيارغونې ډلې تړل، دا معنا نه لري چې ګواکې دوى به خپلې مرستې نه کوي، بلکې له نورو لارو به له حکومت او اروزګان ولايت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د استراليا د دفاع وزير ډيويډ جانسټن بيا د اروزګان له امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې د دوى له ځواکونو سره يې همکاري کړې او د جګړې په ډګر کې يې ورسره اوږه په اوږه برخه لرلې ده.

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې دا ولايت به يواځې نه پرېږدي او د اړتيا پرمهال به پوځي امکانات هم په واک کې ورکړي.

په اروزګان کې د ولايتي بيارغونې ډلې مسووليت له ٢٠٠٤ څخه تر ٢٠٠٨ پورې د امريکا متحده ايالاتو په غاړه و، چې ورپسې تر ٢٠١٠ پورې دا چارې هالنډ پرمخ وړې او له دې نېټې وروسته تر نن پورې د استراليا هېواد په غاړه و.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.