ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين پاکۍ پنځه برمته شوي کار کوونکي خوشې شول

د ماين پاکۍ پنځه برمته شوي کار کوونکي خوشې شول

author avatar
28 Oct 2013 - 15:26
د ماين پاکۍ پنځه برمته شوي کار کوونکي خوشې شول
author avatar
28 Oct 2013 - 15:26

هرات ښار (پژواک ٦ لړم ٩٢): د هرات ولايت امنيتي مسوولينو د ماين پاکۍ د پنځو برمته شوو کار کوونکو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هيلو ټرسټ ماين پاکۍ موسسې دغه پنځه کار کوونکي پرون سهار د کهسان ولسوالۍ له احمداباد کلي څخه تښتول شوي وو.

هغه زياته کړه، چې تر پېښې وروسته پوليسو په سيمه کې عمليات پيل کړل او تر دوو ساعتونو وروسته يې ياد کسان د تښتوونکو له منګولو څخه خلاص کړل.

دى وايي، چې د امنيه قوماندانۍ امنيت امر د دې پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې په تښتول شوو کې دوه مېرمنې هم شاملې وې.

سرچينې ادعا وکړه، چې په دې تښتوونه کې د دوى ساتونکي لاس درلود.

د امنيه قوماندانۍ وياند هم په ازادو شوو کسانو کې د دوو ښځو کار کوونکو خبره تاييد کړه خو زياتوي چې د هغوى تښتونې سياسي بڼه نه درلوده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.