ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا په خيرکوټ کې ځانمرګى ووژل شو

د پکتيکا په خيرکوټ کې ځانمرګى ووژل شو

author avatar
28 Oct 2013 - 12:53
د پکتيکا په خيرکوټ کې ځانمرګى ووژل شو
author avatar
28 Oct 2013 - 12:53

ښرنه (پژواک ٦ لړم ٩٢): چارواکي وايي، د پکتيکا په خيرکوټ ولسوالۍ کې يو ځانمرګى موخې ته له رسېدو مخکې پر ډزو ووژل شو.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه نن له غرمې مخکې يوولس نيمې بجې رامنځ ته شوه.

هغه زياتوي، ځانمرګى چې په يو سرف موټر کې سپور و، غوښتل يې د ولسوالۍ د ملي امنيت پر مديريت بريد وکړي، خو ملي امنيت له دې موضوع مخکې خبر درلود.

د افغان په وينا، د ملي امنيت مديريت ته تر رسېدو مخکې امنيتي ځواکونو پر سرف ډزې وکړې ځانمرګي ځان ته چاودنه ورکړه او موټر په بشپړه توګه ويجاړ شو.

د ده په خبره، په چاودنه کې د ملي امنيت دوه سرتېري برسېرن ټپيان شوي او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند زياتوي، چې په چاودنه کې بل چا ته زيان نه دى رسېدلى، دا هم نه ده معلومه چې يواځې ځانمرګي په ځان پسې چاودېدونکي توکي تړلي وو او که په موټر کې هم ياد توکي ځاى پر ځاى شوي وو.

تر دې مهاله د يادې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه ده اخيستى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.