غزني_پل علم (پژواک ٧ لړم ٩٢): چاراکي وايي، د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې پنځه وسله وال وژل شوي او د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د لړم په ٧مه پژواک اژانس ته وويل، وسله والو تېره شپه په څرخ ولسوالۍ کې د ملي پوليسو پر امنيتي پوسته بريد وکړ.
نوموړى زياتوي، بريد د ډبر پر پوسته ترسره شو، په يو ساعته جګړه کې پنځه وسله وال ووژل شول، چې مړي او وسلې يې په سيمه کې پاتې دي.
د دروېش په وينا، په جګړه کې دوه پوليس هم برسېرن ټپيان شوي، خو د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د سيمې اوسېدونکى محمداکبر هم وايي، جګړې شاوخوا يو ساعت دوام وکړ او طالبانو له ډېر نږدې پر پوسته بريد کړى و.
هغه زياته کړه، په جګړه کې وژل شوي طالبان د سيمې خلک دي، خو د پوليسو د مرګ ژوبلې په اړه يې ناخبري وښوده.
د يو بل خبر له مخې، پرون مازديګر د غزني د قره باغ ولسوالۍ په بازار کې چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړل.
د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال وايي، چاودېدونکي توکي په بايسکل کې ايښي و او د سيمه ييزو پوليسو د موټر تر څنګ يې چاودنه وکړه.
د ولسوال په خبره، د چاودنې ځاى ته نږدې درې ملکي وګړي ټپيان شول، چې د يوه يې حالت ښه نه دى، خو پوليسو ته کوم زيان نه دى رسېدلى.
د ده په خبره، تېره ورځ د قره باغ د موشکي په سيمه کې له وسله والو سره په نښته کې دوه پوليس ټپيان شول او طالبانو ته هم مرګ ژوبله واوښته، خو د شمېر په اړه يې ناخبرې وښوده.
وسله وال طالبان ادعا کوي، چې د لوګر او غزني په بريدونو او چاودنو کې يې ١٧ پوليس وژلي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د لوګر په څرخ کې يې دوه پوستې نيولي، شپږ پوليس يې وژلي او دوه نور ټپيان دي.
دغه راز مجاهد ادعا کوي، چې د غزني د قره باغ په بازار او موشکي کې يې په چاودنې او کمين کې ١١ پوليس وژلي دي.
د مجاهد دا ادعا د لوګر د والي وياند او د قره باغ ولسوال تش تبليغات وبلل.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن