غزني (پژواک ۷ لړم ۹۲): د غزني د ولايتي شورا رييس وايي، چې وسله والو طالبانو د غزني د اندړو ولسوالۍ په لارو کې شاوخوا ۳۰۰ ماينونه خښ کړي دي.
عبدالجامع جامع دا خبره په داسې مهال کوي، چې دوه ورځې مخکې د اندړو ولسوالۍ په صاحب خان کلي کې د واده پر موټر د ماين چاودنې ١٨ تنه ووژل او ٥ نور يې ټپيان کړل، چې ټول يې ښځې او ماشومان وو.
جامع، چې خپله د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى دى، وايي، طالبانو د دې ولسوالۍ په عامو لارو، پټيو اودښتو کې شاوخوا۳۰۰ ماينونه ځای پر ځای کړي، هر وخت چې وغواړي چاودنه ورکوي او د دولتي کسانو تر څنګ په کې ګڼ ملکي وکړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
د ولايتي شورا د رييس په خبره، طالبان غواړي د ماينونو په وسيله د دې ولسوالۍ خلک وځوروي خو د اندړو ولس به هېڅکله هم خپل همت له لاسه ورنه کړي.
د اندړو اوسېدونکي هم وايي، طالبانو په لارو او دښتو کې بې شمېره ماينونه خښ کړي، چې خلکو ته يې اندېښنې پيدا کړې دي.
د صاحب خان کلي اوسېدونکي خيرالله پژواک ته وويل،د اسې ورځ نه وي، چې د ولسوالۍ په يوه سيمه کې دې د ماين چاودنه نه وي شوې.
هغه ډېر په احساساتي ډول وويل، چې په اندړو کې ډېرى طالبان پاکستانيان دي او د خلکو ژوند ورته هېڅ ارزښت نه لري.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده هم دا مني، چې په اندړو کې وسله والو طالبانو زيات شمېر ماينونه ځای پر ځای کړي دي.
هغه زياته کړه، چې وسله وال اوس په هر ځاى کې له ماين استفاده کوي ځکه يې مخنيوى هم ستونزمن شوى دى.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، طالب وياند ذبيح الله مجاهد د تېرې ورځې د ماين چاودنې پېښه رد کړې وه او دا يې د سيمه ييزو پوليسو کار بللى و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن