ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندړو خلک: دولت مو دې امنيت ټينګ کړي

د اندړو خلک: دولت مو دې امنيت ټينګ کړي

author avatar
29 Oct 2013 - 14:58
د اندړو خلک: دولت مو دې امنيت ټينګ کړي
author avatar
29 Oct 2013 - 14:58

غزني ښار(پژواک ٧ لړم ۹۲) د غزني د اندړو ولسوالۍ خلک له دولته غوښتنه کوي، چې د دوى له سيمې طالبان وشړي او يا دې سيمه ييز پوليس له سيمې وباسې چې بېرته طالبان راشي.

تېره ورځ د اندړو په ولسوالۍ کې د واده پر موټر د ماين چاودنې له امله اتلس تنه ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

پرون د غزني د والي موسي خان اکبرزاده په ګډون ځيني چارواکي د وژل شوو په جنازه کې د ګډون او له کورنيو سره يې د غمرازۍ په موخه د اندړو صاحبخان کلي ته ورغلي وو.

 د اندړو خلکو له چارواکو وغوښتل، چې د دوى د برخليک معلومولو لپاره دې يا له سيمې طالبان وشړي او يا دې سيمه ييز پوليس له سيمې وباسې چې بېرته طالبان راشي.

 خان محمد،چې د ماين په پېښه کې يې د کورنۍ ٩ غړي له لاسه ورکړي په داسې حال کې، چې اوښکې يې پاکولې وويل: ((دولت بايد مرسته وکړي يا دې سيمه ييز پوليس له کلي وباسي او يادې موږ ووژني.))

 هغه زياتوي، د دې سيمې خلکو د طالبانو پر خلاف پاڅون وکړ خو دولت يې مخه ونيوله اوس هم هغوى ته اجازه نه ورکول کېږي، چې عمليات وکړي.

 د خان محمد په وينا، کله چې د دوی په سيمه کې پاڅون کوونکي پيدا شول نوله هغه وروسته يې د سيمې امنيت ډيرښه و، خوکله چې  سيمه ييز پوليس راغلل امنيت خراب شو.

د صاحب خان دکلي اوسيدونکی نورالله چې د ورور د واده پر موټر يې د ماين چاودنې په پېښه کې زوى له لاسه ورکړى پژواک اژانس ته وويل: ((موږ د نن ورځې مړو غم نه کوو زموږ غم سبا بل سبا دى، اوس دلته کور په کور پيل شوې، اصلي د ښمني د طالب او دولت تر منځ ده په کې وژل کيږو موږ.))

نورالله له دولته غوښتنه کوي، چې د سيمه ييزو پوليسو پر ځاى دې د پاڅون کوونکو ملاتړ وکړي او يا دې سيمې ته د ملي اردو ځواکونه ور ولېږي.

 د غزني والي د سيمې خلکو ته وويل : ( پر افغانستان پردى او بهرنى جنګ تپل شوى دښمن مو د پرمختګ او يوالې مخه نيسي.)

والي له طالبانو وغوښتل، چې نور دې د پرديو په اشاره خپل افغان وروڼه او خوندې نه وژني او له پردۍ جګړې دې لاس واخلي.

 د سيمې يو تن ديني عالم او د سولې شورا غړي مولوي حکيم الله د ملکي کسانو او ميرمنو وژنه په کلکه وغندله او د جهاد په نوم پيل شوې جګړه يې حرامه وبلله.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه، چې د طالبانو مخه دې ونيسي او په خپلو سيمو او کورونو کې دې ځاى نه ورکوي.

 د ولايتي شورا رييس عبدالجامع جامع هم د سيمې له خلکو وغوښتل چې د طالبانو پر خلاف ودريږي او له خپلې سيمې يې وشړي.

 هغه زياته کړه، طالبانو کې نن بې ګناه خلک ووژل نو سبا يې هم وژني او د ملکي خلکو وژنه د طالبانو له لورې د وېرې خپرول او د دوى د کمزورۍ نښه ده.

جامع زياتوي، طالبان په ملکي خلکو رحم نه کوي، د ملکي خلکو، ميرمنو او ماشومانو وژنه هم يو ډول انتقام بولي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده د وژل شويو کسانو له کورنيو سره ٥٠٠ زره افغانۍ مرسته وکړه او په راتلونکي کې يې د نورو مرستو ژمنه هم ورکړه او هم په پېښه کې د ټپيانو لګښت په غاړه واخيست.

 د سيمې خلک وايي، چې طالبانو په هر ځاى کې ماينونه خښ کړي او ويره ده، چې دا ډول نورې پېښې هم رامنځ ته شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.