کابل (پژواک ٧ لړم ٩٢): د افغانستان، پاکستان او انګلستان د مشرانو تر منځ درې اړخيزه غونډه نن په لندن کې پيلېږي.
په دې غونډه کې د ګډون په موخه ولسمشر حامد کرزى د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تېره شپه ناوخته لندن ته رسېدلى دى.
له ارګ څخه د لړم په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لندن په هوايي ډګر کې د برېتانيا د شاهي ملکې استازي جان لارد انتوني، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د استازي بېل هنډرسن او په لندن کې د افغانستان د سفير ډاکټر محمد داوو ديار له خوا يې تود هرکلى وشو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزى به نن لومړى د کابل، اسلام اباد او لندن تر منځ په درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړي.
سرچينې زياته کړې، چې تر هغې وروسته به ولسمشر د نړۍ په نهمه اقتصادي غونډه کې هم ګډون وکړي.
په دې ا قتصادي غونډه کې به د ١٢٠ هېوادونو ١٧ مشران، د پنځو نړيوالو بانکونو مشران، ١٥٠٠ اقتصادي کارپوهان، پانګوال او د پوهنې کارپوهان ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده، چې ولسمشر کرزى به د دې اقتصادي غونډې په څنډه کې له يو شمېر نړيوالو مشرانو سره هم وګوري.
د ولسمشر وياند اېمل فيضي د لندن د درې اړخيزې غونډې په اړه پژواک ته ويلي وو، چې په دې درې اړخيزه ناسته کې به د سولې د پروسې، د افغانستان د ثبات او د تروريزم پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي .
هغه زياته کړې وه، چې دغه راز به په دې ناسته کې د ملا برادر په اړه چې چېرې ده او څه کوي له پاکستاني لوري سره په واضح ډول خبرې وشي او له پاکستان څخه به وغوښتل شي، چې د سولې په پروسه کې عملي او صادقانه همکاري وکړي .
د فيضي په خبره، چې په دغه سفر کې به له ولسمشر سره د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ارشاد احمدي، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا او د سولې عالي شورا رهبري ملتيا ولري .
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن