ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بريتانيا افغان ځواکونه روزي

author avatar
30 Oct 2013 - 19:29
author avatar
30 Oct 2013 - 19:29

کابل (پژواک ٨ لړم ٩٢): د بريتانيا دفاع وزير وايي، هېواد به يې له ٢٠١٤ کال وروسته افغان ځواکونو ته د روزنې او سلا ورکولو په برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه څرګندونې، نن له ولسمشر حامد کرزي سره په لندن کې د کتنې پرمهال څرګندې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د بريتانيا دفاع وزير فيليپ هاموند ويلي، چې هېواد به يې له ۲۰۱۴زېږديز کال وروسته د ناټو سازمان په چوکاټ کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

ده زياته کړې، که په افغانستان کې ثبات وي، نو سيمه به هم په ثبات کې وي او د سيمې هېوادونه به په افغانستان کې سولې او ثبات ته لېوال وي.

هاموند څرګنده کړې، چې د افغانستان امنيتي ځواکونو، اردو او پوليسو دواړو له توقع څخه زيات د خپل هېواد د امنيت د ټينګښت په برخه کې له ځان څخه ډېره ښه وړتيا ښودلې ده.

د بريتانيا د دفاع وزير د افغانستان د ملي اردو د افسرانو د روزنې اکاډمۍ د کار د پرمختګ په اړه ويلي، چې دغه اکاډمي به تر راتلونکو څو اونيو پورې خپل تعليمي کال په رسمي ډول پيل کړي او د دغې اکاډمۍ ساختماني چارې به تر يو کال پورې بشپړې شي.

د يادې اکاډمۍ د جوړېدو هوکړه ليک، تېر کال کابل ته د ډيويډ کامرون د سفر پرمهال د ده او د افغانستان د ولسمشر کرزي ترمنځ لاسليک شوى و.

د سرچينې په وينا، په دې کتنه کې ولسمشر کرزي د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي او دفاعي هوکړه ليک په اړه خبرې کړې دي.

حامد کرزي ويلي، د دغه سند پر مهمو مسئلو د افغانستان او امريکا لوري هوکړې ته رسېدلي دي، خو په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د افغانستان د خلکو لويه جرګه کوي.

د امنيتي تړون په اړه مشورتي لويه جرګه به د روانې مياشتې په وروستۍ اونۍ کابل کې ترسره شي، چې شاوخوا دوه نيم زره کسان به په کې ګډون وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.