ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د ټاکنو دفتر مرستيال خپلو کار کوونکو په وهلو ټپي کړى

د کندهار د ټاکنو دفتر مرستيال خپلو کار کوونکو په وهلو ټپي کړى

author avatar
30 Oct 2013 - 12:24
د کندهار د ټاکنو دفتر مرستيال خپلو کار کوونکو په وهلو ټپي کړى
author avatar
30 Oct 2013 - 12:24

کندهار ښار (پژواک ٨ لړم ٩٢): په کندهار ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر مرستيال د خپلو مامورينو له خوا وهل شوى او ټپي کړى يې دى.

په دغه ولايت کې د ټاکنو د کمېسيون د دفتر مشر انجنير عبدالهادي د لړم په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ځايي دفتر د مرستيال محمدرحيم احمدي او يو شمېر مامورينو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته لاس اچول شوى او له امله يې احمدي ټپي شوى دى.

دى وايي، چې پوليسو ياد مامورين نيولي  او اوس تر پوښتنو لاندې دي.

د ياد دفتر يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې يادو مامورينو غوښتل خپل يو ملګرى په دغه دفتر کې مقرر کړي، خو احمدي يې مخالفت کاوه.

سرچينې زياته کړه، چې پر دې موضوع د دواړو لورو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته فزيکې شخړه هم رامنځته شوې ده.

د کمېسيون دې سرچينې ياد مامورين عبدالصمد جان، شاه ولي او توريالى ياد کړل.

احمدي په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.