فيض اباد (پژواک ٨ لړم ٩٢): د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو يو کنډک، د ټاکنو امنيت د ټينګښت په موخه ځاى پر ځاى شوى دى.
د وردوج ولسوال دولت محمد خاور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کنډک له بلخ ولايت څخه وردوج ولسوالۍ ته راغلى او د کابل د ١١١ فرقې د چټګ غبرګون ځواکونو پر ځاى، چې له يو څه مودې راهيسې په ياده ولسوالۍ کې مېشت و، ځاى پر ځاى شوى دى.
هغه زياته کړه، چې د ٢٠٩ شاهين قول اردو کنډک، په يخشيره او درګاب سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر ضد ځاى پر ځاى شوى، تر څو د راتلونکي کال ټاکنې په ارامه فضا کې ترسره شي.
خاور د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره د هغوى ځاى پر ځاى کول اغېزمن وبلل او زياته يې کړه، چې وسله وال مخالفين د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د وردوج ولسوالۍ له نورو کلو څخه شړل شوي دي.
د دغه کنډک مشر ډګروال عبدالروف ابراهيمي هم د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد هوايي ډګر کې د ملي اردو ځواکونو په مقر کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې اوسمهال په وردوج کې کوم امنيتي ګواښ نه تر سترګو کېږي.
هغه زياته کړه، چې د هغه تر قوماندې لاندې ځواک يوه پياوړې قطعه ده، چې په ښو امکاناتو او درنو وسلو سمباله ده او د امنيتي ګواښونو پر وړاندې مقابله کولى شي.
ارغنديوال زياته کړه، چې د ياد کنډک ځواکونو د وردوج ولسوالۍ په تېرو عملياتو کې هم ګډون کړى وو، چې له طالبانو څخه يې د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې نيولې دي.
د ويلو ده، چې وردوج ولسوالۍ د روان کال په ترڅ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د درنو جګړو شاهده وه، چې په پايله کې يې له دواړو خواوو څخه له سلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ډېرى يې وسلوال مخالفين وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن