ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې بچه بازي مخ په ډېرېدو ده

په هېواد کې بچه بازي مخ په ډېرېدو ده

author avatar
30 Oct 2013 - 16:18
په هېواد کې بچه بازي مخ په ډېرېدو ده
author avatar
30 Oct 2013 - 16:18

کابل (پژواک ٨ لړم ٩٢): د بشري حقونو کمېسيون د پچه بازۍ د زياتېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو وايي، چې بچه بازي په افغانستان کې په يوه رسم بدله شوې او زورور کسان دا عمل د خپل مال او ځواک د ښودلو لپاره ترسره کوي.

دغه کمېسيون په افغانستان کې د يادې پديدې د ورکولو په موخه له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د هېواد په کچه يوه څېړنه پيل کړې، خو وايي، چې د دې څېړنې ترسره کول په يواځې ځان ګران کار دى، له همدې امله يې دولتي اړوندې ادارې، مدني ټولنه، رسنۍ او نور کسان، چې د بشري حقونو په برخه کې د مسووليت احساس کوي، په دې برخه کې همکارۍ ته رابللي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون رييسې سيما سمر نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، بچه بازي په افغانستان کې دود شوې، چې په اړه يې بايد ملي څېړنه وشي او مشخص وړانديزونه دې اړوندو دولتي ادارو ته ورکړل شي، څو د دې شومې پديدې مخنيوى وکړي.

مېرمن سمر زياته کړه: ((ماشومان د ځينو کسانو له خوا د مريانو په څېر ساتل کېږي، فزيکي او جنسي استفاده ترې کېږي، ځيني نور بيا هلکانو ته د ښځو جامې ور اغوندي، په پښو کې يې پايزبونه ور زنګولې ور اچوي، بيا په محفلونو کې نڅېږي، چې دا خپله د شخصيت وژنې يو ډول دى.))

هغې زياته کړه، چې ماشومان په دې ډول اعمالو کې تر دې اندازې سپکېږي، چې له لوېدو وروسته ترې عقديي انسانان جوړېږي او فکر کوي، چې بچه بازي يو افتخار دى او دوى هم خپله دغو کارونو ته مخه کوي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييسې وويل: ((امکان نه لري، چې دا پديده په يوه يا دوو کلونو کې له منځه يوسو، موږ هڅه کوو، چې دا پديده کمه کړو، که چېرته يو جرمي عمل وشمېرل شي، لا به ګټور وي او کېداى شي، تر يوې اندازې يې کچه ټيټه شي.))

د بشري حقونو کمېسيون کمېشنرې ثريا صبحرنګ وويل، چې بچه بازي د زورورو، شتمنو او لوړپوړ خلکو له خوا کېږي، چې دا خپله د دې کار د پراختيا لامل کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((زورور کسان له بچه بازۍ نه د خپل ځواک او شتمنۍ ښودلو په موخه استفاده کوي، يو کس که هر څومره زيات هلکان ولري، په همدې اندازه ورته ځان ځواکمن ښکاري او افتخار پرې کوي.))

صبحرنګ وويل، سره له دې چې په تېرو دوولسو کلونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى کم شوى، خو بچه بازي غوړېدلې، د دې په وينا پخوا به که چا بچه بازي کوله، نو خلکو به پرې بد ويل، خو نن په هېواد کې په يوه وياړ بدل شوى عمل دى، څوک که دا ډول هلکان ولري، د خلکو په منځ کې يې زيات درناوى کېږي.

صبحرنګ زياته کړه: ((يو مسلمان افغان چې ځان با ناموسه ګڼي، نن هلکانو ته ښځينه جامې ور اغوندي، د افغان ښځو جامو ته سپکاوى کوي.))

هغه زياته کړه، د افغان ښځو څادر پخوا د ناموس نښه وه، درناوى ورته کېده، وينه به يې د افغان مېرمنې په چادري وينځله، خو نن داسې کسان شته چې دغه چادري يې هلکانو ته ور په سر کړې، ګډوي يې او خوند ترې اخلي، چې دا د افغاني ارزښتونو او شخصيت له منځه تلو او سپکېدو انتها ده.

سرچينې زياته کړه، د دې چارې يو علت دا دى، چې عاملين يې داسې کسان دي، چې خپله پرې په ماشومتوب کې جنسي تېري شوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ټينګار وکړ، چې د دغه ناوړه عمل د مخنيوي لپاره دې ملي ټولپوښتنه، عدالت غوښتنه او ټولنيز خوځښت ترسره شي، چې په دې برخه کې د رسنيو او مدني ټولنو رول خورا زيات مهم دى.

کمېسيون د دغه عمل د کوونکو او مرتکبينو د قانوني تعقيب نه شتون هم په هېواد کې د بچه بازۍ د پراخېدو يو لامل وباله.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.