ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د نجونو زده کړو ته پاملرنه ډېره شوې

پکتيکا کې د نجونو زده کړو ته پاملرنه ډېره شوې

author avatar
30 Oct 2013 - 11:59
پکتيکا کې د نجونو زده کړو ته پاملرنه ډېره شوې
author avatar
30 Oct 2013 - 11:59

 ښرنه (پژواک ٨ لړم ٩٢): د پکتيکا اوسېدونکي او د پوهنې رياست چارواکي وايې، چې په دغه ولايت کې د نجونو د زده کړې په برخه کې پرمختګ شوی او په روان کال کې به ورته دوه نور ښوونځي هم جوړ شي.

د پکتيکا د پوهنې رييس استاد کوچي ځاځي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، اوسمهال د مرکز ښرنې په ګډون په شمېر نورو سيمو کې زرګونه نجونې پر زده کړو بوختې دي.

نوموړی زياتوي، يوازې په مرکز ښرنه، خېرکوټ او اورګون کې د ۱۵۰۰۰ په شاوخوا کې نجونې زده کړې کوي.
ځاځي وويل، د پکتيکا په يحيى خېلو، جاني خېلو، يوسف خېلو، مټاخان او يو شمېر نورو ولسواليو کې زرګونه نجونې د سواد زده کړې او په نورو روزنيزو مرکزونو کې پر زده کړو بوختې دي، چې ټول شمېر يې ۲۶۰۰۰ تنو ته رسېږي.

د پوهنې رييس وايي، د سيمې د خلکو او مشرانو په غوښتنه به په روان ښوونيز کال کې د ۲۸ ميليونو افغانيو په ارزښت په يحيى خېلو او جاني خېلو ولسوالۍ کې د نجونو لپاره دوه عصري ښوونځي جوړ شي.
د ده په خبره، د ارګون په ولسوالۍ کې د نجونودوه ښوونځي به هم له منځنۍ دورې د لېسې کچې ته لوړ شي.

د پکتيکا د پوهنې رييس وويل: ((هڅه کوو، ښځينه ښوونکې له نورو ولايتونو څخه جذب کړو، د ښرنې په ګډون مټاخان، سر روضه، يوسف خېلو، سروبي او يو شمېر نورو ولسواليو کې هم د نجونو لپاره ځانګړي ښوونځي جوړکړو.))

کوچي ځاځي زياته کړه، اوسمهال د ښرنې په ګډون په يو شمېر نورو سيمو کې د سل ميليونه افغانيو په ارزښت د لسو ښوونځيو د ودانيو جوړېدو چارې عملي روانې دي او د پاتې نورو به يې د جوړېدو چارې ډېر ژر پيل شي.

د پکتيکا د زده کوونکو د ټولنې مشر بره خان تکړه هم وايي، اوسمهال د ولايت په ګڼو سيمو کې د هلکانو تر څنګ نجونې هم په ښوونځيو او د سواد زده کړې ښوونيزو کورسونو کې پر زده کړو بوختې دي.

تکړه زياتوي، هغه سيمې چې امنيت په کې تامين دی، د نجونو ښوونځي فعال دي او کال ته به يې د زده کوونکو شمېر نور هم زيات شي.

 د مرکز ښرنې د محمدرفيق کوچي ښوونځي سر ښوونکي محمداکرم انځر پژواک ته وويل، د دوى په ښوونځي کې شاوخوا درې سوه نجونې پر زده کړو بوختې دي.

انځر زياتوي، ښوونځى لومړنی دی، که منځني يا لېسې کچې ته لوړ شي، زده کوونکې به يې د منځنۍ او ثانوې دورې زده کړې هم بشپړې کړي.

د ښرنې د نوي کارېز سيمې اوسېدونکى محمداسمعيل د سواد زده کړې کورس لري.

نوموړي پژواک ته وويل، په کورس کې ۱۵۰ تنه پر زده کړو بوخت دي، چې يوازې ۹۰ يې نجونې دي.
دی زياتوي، سږ کال په ښرنه کې د سواد زده کړې کورسونه ټول ځکه ښه فعال دي، چې د ښوونکو معاشونه يې پر وخت اجرا کېږي.

خو نوموړی غوښتنه کوي، چې په ښرنه کې دې هم نجونو ته د لېسې تر کچې ښوونځی جوړ شي.

پکتيکا ۳٢٨ ښوونځي لري، چې ۲۰۱ لومړني، ۵۸ منځني او ۵۹ لېسې دي، چې اوسمهال يې نيم ښوونځي ودانۍ نه لري.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.