ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د پوهنې رياست اړوند سلګونه بورۍ غلا شوي نخود ونيول شول

د غزني د پوهنې رياست اړوند سلګونه بورۍ غلا شوي نخود ونيول شول

author avatar
31 Oct 2013 - 11:04
د غزني د پوهنې رياست اړوند سلګونه بورۍ غلا شوي نخود ونيول شول
author avatar
31 Oct 2013 - 11:04

لښكرګاه (پژواك ۹ لړم ۹۲): د هلمند پوليسو هغه سلګونه بورۍ نخود نيولي، چې د غزني د پوهنې له رياسته غلا او هلمند ته د خرڅلاو په نيت وړل شوي وو.

په لښكرګاه كې د لومړۍ حوزې د پوليسو قوماندان سمونيار جان اغا داوري د لړم په ۹مه پژواك اژانس ته وويل، دوى ته له وړاندې خبر رسېدلى و چې د غزني د پوهنې له رياسته غلا شوي نخود د خرڅلاو لپاره لښکرګاه ته وړل شوي دي.

 نوموړي وويل، دوى يې په اړه پلټنې كولې او تېره ورځ ناوخته د منډيي په سيمه كې يو ټېلر موټر، چې ٣٠٠ بورۍ نخود په کې بار و له يو تن سره ونيو.

د ده په خبره، دغه نخود كېداى شي د غزني د پوهنې رياست د ښوونكو او زده كوونكو لپاره ځانګړي شوي وو، خو ښوونکو او زده کوونکو ته تر رسېدو مخکې هلمند ته رالېږدول شوي دي.

ده زياته كړه، له دغو نخودو سره يې د خان محمد په نوم يو تن نيولى او تر پلټنو لاندې دى كله چې د دوى پلټنې بشپړې شي په اړه به يې د غزني چارواکو ته هم معلومات وركړي.

داوري زياته كړه، د پوليسو اړيكې له خلكو سره زياتې شوې، له دې امله يې خپله دنده پېژندلې او پر وخت د دې ډول كړنو په مخنيوي كې لاس په كار كېږي.

 نيول شوي كس محمدخان خبريالانو ته وويل، چې دغه نخود يې د غزني په ښار کې له يوه سوداګر څخه اخيستي دي.

 نوموړى زياتوي: ((زه نه يم خبر چې نخود له كومه ځايه غلا شوي دي لومړى مې په كرايه خبره له مسوول شخص سره خلاصه كړه او بيا مې ورته وويل، چې راباندې ويې پلوري همداسې يې وكړل.))

د ده په خبره، له لښكرګاه يې غزني ته بوس وړي وو، د غزني په ښار کې يې د نخودو يوه بورۍ په دوه زره پاكستانۍ كالدارې اخيستې او په لښكرګاه كې يې هره بورۍ په درې زره پلورلې.

د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد وايي، دوى په غزني كې د پوهنې رياست اړوند هېڅ داسې مرسته نه لري چې نخود په كې شامل وي.

نوموړي زياته كړه، دوى ته د ډبليو،اېف، پي له خوا غوړي او بيسكېټ وركول كېږي او د يونسيف له خوا د قرطاسيې مواد وركول كېږي له دې امله ويلى شي، كېداى شي ياد مواد د دوى په رياست پورې اړه ونه لري.

د پوهنې رييس زياتوي: ((زه نوى پر دنده ګومارل شوى يم، كه چېرې پخوا نخود وركړل شوي وي نه پوهېږم خو اوسمهال له موږ سره دغه مواد نشته.))

د يادولو ده، د پوهنې رياستونو اړوند توکي، قرطاسيه او خوراکي مواد په پټه پلورل کېږي، خو تر دې مهاله د دې سوداګرۍ په تور څوک نه دي نيول شوي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.