ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په ګيرو کې ٩ وسله وال وژل شوي

د غزني په ګيرو کې ٩ وسله وال وژل شوي

author avatar
31 Oct 2013 - 14:57
د غزني په ګيرو کې ٩ وسله وال وژل شوي
author avatar
31 Oct 2013 - 14:57

غزني (پژواک ٩ لړم ٩٢): د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د ملي اردو، ملي پوليسو او د اندړو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو او پاڅونوالو په ګډو عملياتو کې ٩ وسله وال وژل شوي دي.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال د لړم په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه عمليات نن سهار پيل شول، چې په ترڅ کې يې د ګيرو د شېرکلا سيمه له وسله والو ونيول شوه او د سيمه ييزو پوليسو پوسته په کې جوړه شوه.

ولسوال زياتوي، د شېرکلا سيمې په عملياتو کې پنځه وسله وال وژل شوي او مړي يې د جګړې په ساحه کې پاتې دي.

د ديسيوال په خبره، اوسمهال د پارچې په کلي کې عمليات روان دي او څلور وسله وال په کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال ځاى ځاى له مقاومت سره مخ کېږي، خو امنيتي ځواکونه ښه پرمختګ کوي.

هغه زياته کړه، تر دې مهاله امنيتي ځواکونو سلګونه ميله وسله او زيات مهمات هم نيولي او يو سيمه ييز پوليس ټپي شوى دى.

ولسوال زياته کړه، ښايي د وسله والو مرګ ژوبله تر دې هم زياته وي، خو دوى ته د ٩ تنو د وژل کېدو خبر ورغلى، چې مړي يې د جګړې په سيمه کې پاتې دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ هم دا مني، چې په ګيرو ولسوالۍ کې عمليات پيل شوي او امنيتي ځواکونه ښه پر مختګ کوي.

ننګ زياتوي، په پام کې ده د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو پوستې جوړې شي او سيمه ييز پوليس امنيتي فعاليت پيل کړي.

طالبانو تر دې مهاله د ګيرو د عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د کابل_کندهار پر لاره د ناني په سيمه کې يې په بريد کې ١١ پوليس وژلي او يو طالب هم وژل شوى دى.

ګيرو ولسوالۍ د غزني له مرکزه سوېل ته شاوخوا ٧٠ کيلومتره لرې پرته ده، چې له اندړو، قره باغ او اب بند ولسواليو سره ګډه پوله لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.