کابل (پژواک ٩ لړم ٩٢): په کابل کې د پيسو د راکړې ورکړې تر ټول ستر مرکز شهزاده سراى وروسته له هغه وتړل شو، چې لويې څارنوالۍ د کابل د صرافانو ټولنې مشر، د هغه سوداګر د پيدا کولو په موخه ونيو، چې ده يې د څلور ميليونو ډالرو ضمانت کړى و.
د شهزاده سراى د صرافانو ټولنې منشي حاجي هاشم نن (د لړم ٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه سراى صرافانو له همدې امله خپل کاري اعتصاب پيل کړى دى.
ده وويل، چې د اعتصاب علت يې د لويې څارنوالۍ له خوا د صرافانو ټولنې د رييس حاجي نجيب الله اختري نيونه ده.
سرچينې زياته کړه، چې د حاجي روح الله او محمد اسماعيل په نومونو دوه ملي سوداګر، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې سره ګډې سوداګريزې معاملې لري، د خپلې ستونزې د حل په موخه د صرافانو ټولنې رييس ته راغلي وو، څو ستونزه يې د جرګې له لارې حل کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په پايله کې حاجي نجيب الله د شهزاده سراى له دوو نورو صرافانو او د ملي شورا غړي حاجي شېرعلي په منځګړيتوب په يوه جرګه کې حاجي اسماعيل نورزى دې ته اړ ايست، څو د حاجي روح الله پور شوې پيسې ورکړي.
هغه تاييد کړه، چې د صرافانو ټولنې رييس په دې جرګه کې ضمانت وکړ، چې دا پيسې دې د جرګې د تصميم له مخې بېرته ورکړل شي.
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو ټولنې منشي وويل، دا چې محمد اسماعيل نورزى له څه مودې راهيسې ورک شوى، نو څارنوالۍ د حاجي روح الله د شکايت له مخې تېره ورځ د صرافانو ټولنې رييس نيولى دى، ده زياته کړه: ((دا ستونزه بايد د جرګې له لارې حل او فصل شي.))
د ټولنې منشي وويل، چې هره ورځ په لسګونو معاملې د صرافانو د جرګو له لارې حلېږي، صرافانو تصميم نيولى، چې د حاجي نجيب الله تر خوشې کېدو پورې به خپل کاري اعتصاب جاري ساتي او دا لړۍ به ټولو ولايتونو ته وغځوي.
د شهزاده سراى يوه صراف سيدمحمد هم وويل، چې د صرافانو ټولنې رييس د يوه سوداګر ضمانت کړى و، چې له همدې امله د څارنوالۍ له خوا نيول شوى دى.
ده وويل، د شهزاده سراى صرافانو د خپلو دوکانونو بندولو تر څنګ د حاجي نجيب الله د خلاصون غوښتنه کړې او غواړي، چې دا ستونزه د جرګې له لارې حل شي.
له پرله پسې اړيکو نيولو وروسته هم لويې څارنوالۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن