د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فارياب د المار په جګړه کې ١٣ تنه وژل شوي

د فارياب د المار په جګړه کې ١٣ تنه وژل شوي

Nov 01, 2013 - 16:14

ميمنه( پژواک، ١٠ لړم ٩٢): چارواکي وايي، د فارياب په المار ولسوالۍ کې په دوه ورځنۍ جګړه کې د څلورو قوماندانانو په ګډون اوه وسله وال، درې قومي مشران او درې د ملي اردو سرتيري وژل شوي دي.

محمد رضا رضا د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا وياند د لړم په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د المار ولسوالۍ قره غولي سيمې ته څلور ګروپه وسله وال راغلي وو، چې شمير يې اتيا تنه ته رسيده.

د نوموړي په وينا، وسله والو غوښتل سيمه نا امنه کړي او د المار ولسوالۍ تر څنګ مرکز ميمنه او قيصار ولسوالي کې هم ګډوډي جوړه کړي.

د رضا په خبره، د ولايت د مقام د پرېکړې له مخې يې پرون په سيمه کې عمليات پيل کړل، چې تر نن سهار روان و.

هغه زياتوي، د عملياتو په پايله کې د طالبانو څلور قوماندانان، ملا عبدالله مشهور په طلحه، قوماندان مدد، ملا عارف چريک او ضياالدين له دريو نورو ملګرو سره ووژل شول.

نوموړى زياتوي، هغه درې تنه قومي مشران، چې له طالبانو يې له سيمې د وتلو غوښتنه کړه وه، د دوى له لورې په بې رحمانه ډول وژل شوي دي.

د سيمې يو تن مخور او دولتي چارواکى، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، د قره غولي په جګړه کې اته ملکي کسه وژل شوي،چې درې يې مېرمنې دي، يوه ميرمن او يو ماشوم ټپيان شوي هم دي.

سرچينه زياتوي، چې د ملي اردو څلور سرتيرې وژل شوي او ٣٠ تنه ټپيان دي او دغه راز د اردو دوه ټانکونه سوځيدلي هم دي.

د سرچينې په وينا(( په جګړه لس کورونه سوځيدلي او کله چې طالبان د خپلو موټر سايکلو په مرسته له سيمې ووتل نو ملي اردو د خلکو موټر سايکلونه له کورونو را وايستل او ټول يې وسوځول.))

د المار ولسوال محمد صالح صالح هم دامني، چې د قره غولي په جګړه کې طالبانو، ملي اردو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې د ماين چاونې له امله د ملي اردو يو ټانک هم ويجاړ شوى دى.

ولسوال د نورو جزياتو له ورکړې ډډه کوي خو زياتوي، چې دوى په سيمه کې د مړيو او ټپيانو په راټولولو لګيا دي.

د قره غولي سيمه د المار له ولسوالۍ درې کيلومتره واټن لري.

وسله والو طالبانو د المار د جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement