ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماين چاودنې لس تنه ټپيان کړل

ماين چاودنې لس تنه ټپيان کړل

پلخمري(پژواک، ١٠ لړم ٩٢):په بغلان کې د واده په مراسمو کې ماين چاودنې، لس تنه ټپيان کړل، چې د پنځو تنو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى.

 د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه تېره شپه لس بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کندهاريانو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

 نوموړى زياتوي، چاودنه له مخکې ځاى پر ځاى شوي ماين له امله رامنځ ته شوې، چې په يو کور کې  د واده د مراسمو پر مهال وچاود.

 هغه دغه پېښه وغندله او زياته يې کړه، چې چاودنې څلور مېرمنې او درې ماشومان هم ټپيان کړي او د درملنې لپاره د مرکزي بغلان روغتون ته لېږدول شوي.

 د مرکزي بغلان روغتون د جراحي څانګې ډاکټر خليل نرمګوي وايي، د دې پېښې لس ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

هغه زياته کړه، په ټپيانو کې د پنځو تنو حالت د اندېښنې وړ و او د ښې درمنلې په موخه د کندز ولايت روغتون ته ولېږدول شول.

تر دې مهال د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې، خو د بغلان پوليس وايي، چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.