ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور وسله وال ووژل شول او پنځه ماشومان ټپان شول.

څلور وسله وال ووژل شول او پنځه ماشومان ټپان شول.

author avatar
1 Nov 2013 - 15:40
څلور وسله وال ووژل شول او پنځه ماشومان ټپان شول.
author avatar
1 Nov 2013 - 15:40

اسعد اباد( پژواک، ١٠ لړم ٩٢): چارواکي وايي، د نورستان په کامديش ولسوالۍ کې يې څلور وسله وال وژلي دي.

د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني د لړم په ١٠مه پژواک ته وويل، نن سهار وسله والو مخالفينو   په يوه امنيتي  پوستو حمله کړې وه.

امنيه قوماندان زياتوي، په دې وسله والو کې پاکستاني او چيچين طالبان هم شامل وو، چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

 د نورستاني په خبره، دغه وسله وال د پاکستان له چتراله را اوښتي وو، چې له پوليسو سره په نښته کې څلور تنه وژل شوي خو تر دې مهاله يې هويت نه دى مالوم.

 د نوموړي په وينا، د طالبانو له لورې ويشتل شوې ګولۍ په کورونو لګېدلې، له امله يې پنځه ماشومان ټپيان شوي، چې څلور هلکان او يوه نجلۍ ده.

  هغه زياته کړه، په دې يو ساعته جګړه کې امنيتي ځواکونو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.