کابل ( پژواک ١١ لړم ٩٢ ) : افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د رګبي سياليو پاى لوبې ته لاره موندلې ده.
د رګبي فدراسيون يوه چارواکي اسد زيار د لړم په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا سيالۍ پرون په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.
هغه زياته کړه، چې افغانستان دلومړي ځل لپاره د رګبي لوبو په نړيوالو سياليو کې برخه اخيستې وه او پرون يې درې لوبې ترسره کړي.
د زيار په وينا، افغانستان له ايران څخه د ١٧ په مقابل کې په ١٢ نومرو ماتې وخوړه، خو لبنان ته يې ٢٢ پر ٥ او متحده عربي اماراتو ته يې ٣٣ پر صفر ماتې ورکړه.
د رګبي فدراسيون دغه چارواکي وويل ، چې د افغانستان لوبډله د اوو کسيزو لوبغاړو د رګبي ددغو سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړې ده.
د هغه په وينا، د افغانستان او ايران پاى لوبه نن غرمه ترسره کېږي .
رګبي نوې لوبه ده ، چې په افغانستان کې يې مينه وال پيدا کړي او ددې لوبې فدراسيون هم تېر کال رامنځته شوى دى.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن