ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې د وسله والو دوه ډلې د سولې له پروسې سره يوځاى شوې

فارياب کې د وسله والو دوه ډلې د سولې له پروسې سره يوځاى شوې

author avatar
3 Nov 2013 - 16:09
فارياب کې د وسله والو دوه ډلې د سولې له پروسې سره يوځاى شوې
author avatar
3 Nov 2013 - 16:09
ميمنه (پژواک ١٢ لړم ٩٢): په فارياب ولايت کې د سولې له پروسې سره د دوو وسله والو ډلو په يو ځاى کېدو په دغه ولايت کې له يادې پروسې سره د ټولو يو ځاى شوو وسله والو شمېر ٢٧٠ تنو ته ورسېد.
د فارياب والي محمدالله بتاش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو ځاى شوي وسله وال مخالفين يوه ١٢ کسيزه ډله ده، چې د عبدالصمد تر مشرۍ لاندې يې په پشتونکوټ او بله ډله بيا اته کسيزه ده، چې د ذبيح الله په مشرۍ يې په قرغان ولسوالۍ کې فعاليت درلود.
هغه زياته کړه، دوى ٢٠ ميله وسلې، چې کلاشينکوف، ماشيندار او تومانچې دي، هم له ځان راوړې دي.
يو ځاى شوو کسانو ته د فارياب ولايت په مقام کې ښه راغلاست وويل شو او د فارياب والي ژمنه وکړه، چې د ژوند د اسانتياوو سربېره به ورته اړين امتيازات او کاري زمينه مساعده کړي.
د وسله والو مخالفينو يوه ډلمشر ذبيح الله وويل: ((موږ په پاکستان کې روزل شوو ملايانو پر خپلو تبليغاتو تېر اېستلي وو.))
ده زياته کړه، هغوى ورته تبليغ کاوه، چې د دولت پر وړاندې جګړه روا ده، بايد چې پلونه او سړکونه خراب کړي، خو وروسته وپوهېدل، چې دا ډول ټول کارونه د وطن او خلکو پر وړاندې جفا ده، له همدې امله يې د سولې پروسې ته مخه کړه او غواړي، چې ابرومندانه ژوند وکړي.
دغه تسليم شوي ډلمشر وويل، چې د امنيت له اړخه د خطر احساس کوي، دولت بايد سيمه ييز پوليس پياوړي کړي او دوى دې هم په پوليسو کې ونيسي.
د فارياب والي وويل، د سولې له پروسې سره هر يو ځاى شوى  که په سيمه ييزو پوليسو کې د شاملېدو لوالتيا لري، نو غوښتنه به يې ومنل شي او پاتې نورو ته به يې د کار زمينه مساعده کړي، چې څو له دې لارې د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي.
د فارياب د سولې عالي شورا رييس مولوي اسدالله جمالي وويل، چې  د دغو دوو ډلو په يو ځاى کېدو سره د سولې پروسې له پيل نه تر ننه پورې ورسره د يو ځاى شوو کسانو شمېر ٢٧٠ کسانو ته رسېږي.
ده زياته کړه، چې د سولې عالي شورا د شپږو مياشتو لپاره هر سرګروپ ته د مياشتې ١٣ زره او عادي وګړو ته د مياشتې اته زره افغانۍ د تنخوا په ډول ورکوي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.