ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې راتلونکې ټاکنې له ګواښ سره مخ وبلل شوې

author avatar
3 Nov 2013 - 16:33
author avatar
3 Nov 2013 - 16:33

مزارشريف (پژواک ١٢ لړم ٩٢): د سرپل د ولايتي شورا مسوولينو په دغه ولايت کې له امنيتي پلوه روان حالات کړکېچن او راتلونکې ټاکنې يې له ګواښ سره مخ وبللې ، خو د دغه ولايت امنيتي مسوولينو دغه څرګندونې په کلکه رد کړې.

د سرپل د ولايتي شورا منشي معصومې رحيم رمضاني د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو پر وړاندې حالات خورا ترينګلي دي.

نوموړې زياته کړه، چې د سرپل په بېلابېلو سيمو کې د دولت مخالف وسله والو هڅې کوي، چې حالات تر دې نا امنه کړي، څو عام خلک د ټاکنو کارتونه ترلاسه نه شي کړای او همدا راز د ټاکنو روانه پروسه ټکنۍ کړي.

د سرپل د ولايتي شورا منشي وويل، چې په سرپل ولايت کې کوهستانات، ګوسفندي او سنجارک ولسواليو او د ولايت د مرکز اړوند ځينو سيمو کې حالات خورا کړکېچن دي.

نوموړې زياته کړه، چې دوه ورځې وړاندې د مرکز اړوند سيمه کې د دې د کور مخې ته خښ کړای شوي ماين چاودونه وکړه خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

همداراز په کوهستانات ولسوالۍ کې د ټاکنو د کارتونو د وېش پر ډلې، چې ملي اردو يې ملتيا کوله، د ماين چاودونه وشوه، چې تر لسو پورې کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

مېرمن رمضاني وايي، د سرپل ولايتي شورا يادې سيمې ته د ټاکنو د ټيم د لېږلو مخالفه وه، ځکه چې د ورته پېښې د کېدو شونتيا يې ليدله؛ خو بيا هم ټېم واستول شو او پېښه هم رامنځ ته شوه.

د سرپل د ولايتي شورا رييس اسدالله خرم هم د دغه ولايت امنيتي حالت کړکېچن وبلل.

نوموړي په تېرو څو ورځو کې د کوهستانات ولسوالۍ او د ولايت د مرکز اړوند سيمه- بوغاوي کې د ټاکنو د کارتونو وېشلو پر کار کوونکو باندې د بريد يادونه وکړه.

د هغه په وينا، د سرپل اوسېدونکي له روانو نا امنيو سر ټکوي او د ټاکنو روان بهير ته اندېښمن دي.

خُرم وويل، چې دوی امنيتي چارواکو له کړنو څخه خوښ نه دي او باور نه لري، چې د ټاکنو په ورځ دې د سرپل ولايت د ۱۳۷مرکزونو امنيت په سمه توګه وساتلی شي.

نوموړي زياته کړه، چې په سرپل ولايت کې روانه نا امني که څه هم له بېرونه رهبري کېږي؛ خو د نا امني اړوند ټولې چارې د سرپل اوسېدونکي ترسره کوي.

د هغه په وينا امنيتي چارواکو خپل کوښښونه کوي خو له چارو يې دوی او اوسېدونکي راضي نه دي.

خُرم وويل، چې د سرپل ولايت د امنيتي چارو په مديريت، رهبري او همغږۍ کې ځينې ستونزې شته، چې له امله يې د دغه ولايت حالت کړکېچن شوى دى.

خو د سرپل ولايت امنيتي مسوولينو وويل، چې د دغه ولايت امنيتي حالات د شمال زون له ډېرو ولايتونو څخه ډاډمن دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالروف تاج پژواک ته وويل، چې په تېرو دوو دريو ورځو کې په دغه ولايت کې شوې پېښې دومره سترې او پلان شوې نه وې، چې د ټاکنو پر وړاندې دې اندېښنې زياتې شي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه ولايت ملي پوليس له نورو ملي ځواکونو سره په ګډه د ټاکنو د کارتونو د وېش د مرکزونو امنيت نيسي او د ټاکنو پر وړاندې د هر ډول ګواښ شونتيا ردوي.

تاج د ولايتي شورا د غړو څرګندونې رد کړې او زياته يې کړه: ((زه چمتو يم چې له همدې وکيلانو سره په يو مېز کېنم او د سرپل ولايت د حالاتو دفاع وکړم.))

نوموړي زياته کړه، له دې مخ نه اړوي، چې د عامو خلکو او قومي مشرانو ملاتړ ته اړتيا لري، چې د هېواد دښمنانو ته غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.