ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسيون درې کار کوونکي په يوه چاودنه کې ټپيان شول

د ټاکنو کمېسيون درې کار کوونکي په يوه چاودنه کې ټپيان شول

author avatar
4 Nov 2013 - 16:51
د ټاکنو کمېسيون درې کار کوونکي په يوه چاودنه کې ټپيان شول
author avatar
4 Nov 2013 - 16:51

چغچران (پژواک ١٣ لړم ٩٢): په غور ولايت کې د ټاکنو کمېسيون د سيمه ييز دفتر درې کار کوونکي د ماين چاودنې له امله ټپيان شوي دي.

د غور ولايت د ټاکنو کمېسيون سيمه ييز مسوول حبيب الله وردګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه پرون مازديګر په دولينه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په ياده پېښه موټر يو څه ويجاړ شوى او د ټاکنو کمېسيون درې کار کوونکي په کې برسېرن ټپيان شوي دي.

وردګ وايي، چې د ټاکنو ياد کار کوونکي د کارتونو له وېشلو وروسته د دولينه ولسوالۍ مرکز ته ستنېدل، چې پر موټر يې ماين وچاودېد.

د ويلو ده، چې له دې وړاندې د غور ځينو امنيتي چارواکو په دولينه کې، د ټاکنو کمېسيون د شپږو کار کوونکو له ټپي کېدو خبر ورکړى و.

تر دې مهال د دغې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

په روانه اونۍ کې دغه دريمه پېښه ده، چې د ټاکنو پروسې پر وړاندې رامنځ ته کېږي.

دوه اونۍ وړاندې، له ټاکنيزو توکو څخه د پوليسو يو ډک موټر، د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د يوه ماين ښکار شو، چې په ترڅ کې يې دوه پوليس ووژل شول او څلور نور ټپيان شول، خو د ټاکنو ګرځېدونکي ټيم ته کوم زيان ونه رسېد.

تېره اونۍ د سرپل ولايت په کوهستانات ولسوالۍ کې هم په يوه ورته پېښه کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي وو، او د ټاکنو خپلواک کميسيون کارکوونکو ته پکې کوم زيان نه و اوښتى.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.