ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چپرهار د احصايي مدير ووژل شو

د چپرهار د احصايي مدير ووژل شو

author avatar
4 Nov 2013 - 16:52
د چپرهار د احصايي مدير ووژل شو
author avatar
4 Nov 2013 - 16:52

 جلال اباد (پژواک ١٣ لړم ٩٢): چارواکي وايي چې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د احصايي مدير محمد زمان نن د وسله والو له لوري ووژل شو.

 د چپرهار ولسوال محمدصديق دولتزي د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د احصايې مدير نن غرمه په يوه بجه وژل شوى دى.

 هغه زياته کړه، چې نوموړى له دندې څخه د خپل کور پر لور روان و، چې د غراباد په سيمه کې له موټره ښکته شوى او وسله والو پر ډزو سره وژلى دى.

 ده وويل: ((د ده کور په سره رود ولسوالۍ کې و، نن بېرته کور ته ته چې له موټره يې ښکته کړى او وژلى  يې دى.))

 ولسوال زياتوي، چې نوموړى په ټکسي موټر کې سپور و، چې وسله والو په غراباد کې يواځې دى ترې ښکته کړى دى.

 بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چپرهار ولسوالۍ د ولسوال مرستيال محمدزمان يې نن يوه بجه وژلى دى.

 ياده دې وي چې دا لومړى ځل نه دى چې په چپرهار کې دا ډول پېښه رامنځته کېږي، له دې وړاندې د پوهنې مدير، په پرله پسې ډول د ولسوالۍ دوه مرستيالان او داسې نور کسان وژل شوي دي.

 د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او د درېيو تخريبکارانو په ګډون يې لس تنه نور نيولي دي.

 د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو مخالفينو د بټي کوټ په ولسوالۍ کې پر يوه ټوډي موټر ډزې کړې چې له امله يې چلوونکى وژل شوى او يو بل تن ټپي شوى دى.

 عبدالزى د يادو کسانو د دندو په اړه څه نه وايي، خو ويل کېږي چې ياد کسان عام وګړي وو او شخصي سوداګري يې کوله.

 همداراز د يو بل خبر له مخې، د والي وياند وايي چې تېره ورځ د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري درې تنه له چاودېدونکو توکو سره يوځاى نيولي دي.

 دى وايي، چې په سيمه کې د پلټنې پر مهال اوه نور شکمن کسان هم د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي، چې لا هم پلټنې روانې دي.

 بلخوا له تېرې ورځې راهيسې د ننګرهار په يوشمېر ولسواليو کې د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري د شاهين ٢٠ په نوم عمليات پيل شوي دي.

 د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي وايي، چې تر دې مهاله يې د عملياتو په ترڅ کې لس کړۍ ماينونه خنثى کړي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.