ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز نوى والى وټاکل شو

د کندوز نوى والى وټاکل شو

author avatar
4 Nov 2013 - 18:46
د کندوز نوى والى وټاکل شو
author avatar
4 Nov 2013 - 18:46

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٢): د سيمه ييز ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې غلام سخي بغلانى د کندوز د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.

د يادې ادارې وياند تواب غورځنګ نن پژواک خبري اژانس ته وويل، غلام سخي بغلانى، چې د محمدانور جګدلک په ځاى ټاکل شوى دى، له څو کلونو راهيسې د سمنګانو ولايت مرستيال و.

جګدلک، چې د ملي اولمپيک کمېټې پخوانى مشر او د جمعيت اسلامي غړى دى، له ١٣٨٩ کال راهيسې يې د کندوز د والي په توګه دنده ترسره کوله.

د چارو ادارې د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په خپره شوې خبرپانه کې هم راغلي، چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز  بغلانى د مافوق رتبې په بست کې د کندوز د والي پر ځاى د ولسمشرۍ له خوا منظور شوى دى.

د چارو اداره دغه راز زياتوي، مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزى د لوګر او مل پاسوال محمد رزاق يعقوبي د فراه د امنيه قوماندانانو په توګه ټاکل شوي دي.

سرچينه وايي، د نوموړو دواړو ټاکنه د کورنيو چارو وزارت په وړانديز د ولسمشرۍ له لوري منظور شوې ده.

تردې مخکې دغه چارې په لوګر کې مل پاسوال عبدالصبور نصرتي او فراه کې مل پاسوال ميرويس نورزي سرته رسولې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.