کابل(پژواک، ١٣ لړم ٩٢): ټاکل شوى، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ پر امنيتي سند د بحث لپاره رابلل شوې مشورتي لويه جرګه د نږدې ٣٠٠٠ ګډونوالو په ګډون د لړم په مياشت په کابل کې جوړه شي.
دا ټکى د قومونو، قبايلو او سرحداتو چارو وزارت د قومونو او جرګو مرستيال حاجي محمد يعقوب احمدزي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې څرګند کړ.
هغه زياته کړه، چې مشورتي لويه د دريو ورځو لپاره پلان شوې، خو که چېرته بحثونه اوږده شي، نو حکومت ورته د اوو ورځو چمتووالي هم نيولى دى.
احمدزي زياته کړه، چې دا جرګه د ملي شورا، د پوهنتونونو او ښوونځيو استادانو، د مدني ټولنې غړو، خصوصي سکتور د غړو او نورو … څخه جوېږي.
د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي سند د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند له مخې ددواړو هېوادونو ترمنځ لاسليک کېږي.
د افغانسان او امريکا ترمنځ د امنيتي سند پر ځنيو موادو بحثونه له نږدې يوه کال راهيسې دوام لري، څو له ٢٠٠١٤ کال نه وروسته په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د حضور څرنګوالى په کې څرګند شي.
افغان چارواکو اعلان کړى، چې د دواړو هېوادونو چارواکي د تړون په ځينو مواردو سره هوکړې ته رسېدلي، خو په افغانستان کې دامريکايي سرتېرو د قضايي مصوونيت موضوع لويې جرګې او دخلکو استازو ته پرېښودل کېږي، څو د افغانستان خلک په دې اړه تصميم ونيسي.
ولسمشر کرزي ويلي، ملي حاکميت ته درناوى، د هېواد امنيت خوندي کول، دامنيتي ځواکونو او افغانستان داقتصاد پياوړتيا د امنيتي سند د لاسليک کولو لپاره د افغانستان شرايط دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن