ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې له ښځو سره تاوتريخوالى کم شوى

په ننګرهار کې له ښځو سره تاوتريخوالى کم شوى

author avatar
4 Nov 2013 - 12:05
په ننګرهار کې له ښځو سره تاوتريخوالى کم شوى
author avatar
4 Nov 2013 - 12:05

جلال اباد (پژواک ١٣ لړم ٩٢): د ننګرهار د ښځو چارو رياست چارواکي وايي ، چې د تېر کال په پرتله د عامه پوهاوي له امله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کچه کې د پام وړ کموالى راغلى دى.

 

دوى وايي، سږ کال يې د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د عامه پوهاوي پرواګرامونه پلي کړي چې ډېرې مثبتې پايلې يې لرلې دي.

 

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال يې ګڼ د عامه پوهاوي پروګرامونه پر لاره اچولي‎، چې ځيني يې پاى ته رسېدلي او ځيني يې لا هم دوام لري.

 

نوموړې وايي، روان کال ورسره د تاوتريخوالي شاوخوا پنځه قضيې ثبت شوې چې دا د تېر کال په پرتله ډېر کم رقم دى.

 

انيسه وايي: ((په دغو پېښو کې ډېرې يې له کور څخه د تښتېدنې دي، چې ډېرې کمې يې د ننګرهار دي او پاتې نورې ټولې د هېواد د نورو ولايتو دي.))

 

دې وويل، ډېرې هغه ښځې چې د هېواد له نورو ولايتونو څخه د تېښتې لپاره پاکستان ته تللې د سرحدي پوليسو له لوري نيول شوي چې دا مهال له دوى سره د امن په کور کې اوسيږي.

 

انيسه عمراني زياتوي، په اوس وخت کې ګڼې ښځې د کورنۍ ستونزې له دوى سره شريکوي او په ډېره ارامه فضاء کې يې ستونزې حلېږي.

 

نوموړې وويل: ((څو پېښې داسې ثبت شوې چې کور کې يې له خاوند سره ستونزه پيدا شوې، موږ يې له کورنۍ سره خبرې کړې مشکل حل شوى او اوس ډېر ښه ژوند لري.))

د ښځو چارو رييسه وايي، په ننګرهار کې د هغو زيانمنو مېرمنو لپاره دوى د امن کور لري او کومې مېرمنې چې قضيه يې جريان لري له دوى سره د امن په کور کې اوسي.

 

هغه وړاندې وايي، که څه هم د عامه پوهاوي له امله د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې خو بيا هم د امن کور لپاره د ځانګړي ځاى، د ښځو لپاره د کار د زمينې نه شتون، په لرو پرتو ولسواليو کې د نجونو لپاره د زده کړې د چاپېريال نه برابر والى هغه څه دي چې دوى يې اندېښمن کړي دي.

 

انيسه زياتوي: ((که حصارک ته وګورو د نجونو ښوونځى نشته، دوربابا ته که وګورو هلته هم نشته، که چېرې همداسې پاتې شي څه به پېښ شي.))

 

نوموړي پر قومي مشرانو او ديني علماو غږ کوي، چې په لرو پرتو ولسواليو کې دې د نجونو د ښونځيو لپاره زمينې برابرې کړي.

 

هغه پر وسله والو هم غږ کوي چې د نجونو د ښوونځيو مخنيوى دې نه کوي.

 

انيسه عمراني له يو شمېر مرستندويه ادارو غواړي چې له دوى سره دې د عامه پوهاوي، ښځو ته د حرفوي زده کړو او ښځو ته د کار د زمينې د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.