کابل (پژواک ١٤ لړم ٩٢): ناټو سازمان له پاکستانه وغوښتل چې په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو اکمالاتي لاره دې په خپله خاوره کې نه تړي.
ناټو دغه غوښتنه وروسته له هغه وکړه، چې د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسعود د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې تر وژل کېدو وروسته د خيبر پښتونخوا ايالت د ناټو د اکمالاتو د تړلو اعلان وکړ.
حکيم الله مسعود د تېرې جمعې په ورځ له يو شمېر نورو کسانو سره وژل شوى و.
په خيبر پښتونخوا ايالت کې د تحريک انصاف ګوند واکمني ده او د دغه ګوند مشر عمران خان پرون اعلان وکړ، چې دوه اونۍ وروسته به په دغه ايالت کې تېرېدونکې د ناټو اکمالاتي لاره وتړي.
د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسموسن پرون په بروکسل کې د يوې خبري غونډې پر مهال له پاکستان څخه وغوښتل چې اکمالاتي لاره خلاصه پرېږدي.
هغه که څه هم د حکيم الله مسعود پر وژل کېدو څه ونه ويل خو زياته يې کړه، چې ترهګري د ټولې سيمې لپاره ستر ګواښ دى.
د يادونې ده، دوه کاله مخکې په مومندو ايجنسۍ کې د امريکا په هوايي بريد کې د٢٤ پاکستاني پوځيانو تر وژل کېدو وروسته پاکستان د ناټو اکمالاتي کاروانو مخه بنده کړې وه، چې تر څو مياشتو وروسته يې بېرته خوشې کړ.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن