ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپين بولدک کې ځانمرګى بريدګر ووژل شو

سپين بولدک کې ځانمرګى بريدګر ووژل شو

author avatar
5 Nov 2013 - 16:07
سپين بولدک کې ځانمرګى بريدګر ووژل شو
author avatar
5 Nov 2013 - 16:07

کندهار ښار (پژواک ١٤ لړم ٩٢): د کندهار چارواکي وايي، چې سرحدي پوليسو په سپين بولدک ولسوالۍ کې دوستۍ دروازې ته څېرمه يو ځانمرګى بريدګر وژلى دى.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  دغه ځانمرګى نن له غرمې وروسته دوه بجې د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش سيمې په لقمان کلي کې د سرحدي پوليسو له خوا ووژل شو.

هغه زياته کړه، ځانمرګى له چاودېدونکو توکو په ډک کرولا موټر کې سپور و او غوښتل يې چې پر سرحدي ځواکونو بريد وکړ، چې تر پېژندل کېدو وروسته ووېشتل شو.

فيصل وايي، چې سرحدي پوليسو ورته له ډيورنډ کرښې تر را اوښتو وروسته د درېدو اشاره ورکړه، خو ونه درېد، چې په پايله کې پوليسو ډزې وکړې او د هغه په موټر کې چاودنه وشوه.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې سرحدي پوليسو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادونې ده ، چې تر دې مخکې هم په دې سيمه کې ځانمرګي بريدونه شوي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.