ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو له اسلام اباده د اکمالاتي لارې د نه تړلو غوښتنه وکړه

ناټو له اسلام اباده د اکمالاتي لارې د نه تړلو غوښتنه وکړه

author avatar
5 Nov 2013 - 15:02
ناټو له اسلام اباده د اکمالاتي لارې د نه تړلو غوښتنه وکړه
author avatar
5 Nov 2013 - 15:02

کابل (پژواک ١٤ لړم ٩٢): ناټو سازمان له پاکستانه وغوښتل چې په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو اکمالاتي لاره دې په خپله خاوره کې نه تړي.

ناټو دغه غوښتنه وروسته له هغه وکړه، چې د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسعود د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې تر وژل کېدو وروسته د خيبر پښتونخوا ايالت د ناټو د اکمالاتو د تړلو اعلان وکړ.

حکيم الله مسعود د تېرې جمعې په ورځ له يو شمېر نورو کسانو سره وژل شوى و.

په خيبر پښتونخوا ايالت کې د تحريک انصاف ګوند واکمني ده او د دغه ګوند مشر عمران خان پرون اعلان وکړ، چې دوه اونۍ وروسته به په دغه ايالت کې تېرېدونکې د ناټو اکمالاتي لاره وتړي.

د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسموسن پرون په بروکسل کې د يوې خبري غونډې پر مهال له پاکستان څخه وغوښتل  چې اکمالاتي لاره خلاصه پرېږدي.

هغه که څه هم د حکيم الله مسعود پر وژل کېدو څه ونه ويل خو زياته يې کړه، چې ترهګري د ټولې سيمې لپاره ستر ګواښ دى.

د يادونې ده، دوه کاله مخکې په مومندو ايجنسۍ کې د امريکا په هوايي بريد کې  د٢٤ پاکستاني پوځيانو تر وژل کېدو وروسته پاکستان د ناټو اکمالاتي کاروانو مخه بنده کړې وه، چې تر څو مياشتو وروسته يې بېرته خوشې کړ.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.