فيض اباد (پژواک ١٥ لړم ٩٢): د ساختماني شرکت يو انجنير، د بدخشان ولايت د مرکز فيض اباد ښار د ښاروال د زوى له لوري د چاقو په وسيله ووژل شو.
د بدخشان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد جهانګير کرامت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د احمدجاويد په نوم د ساختماني شرکت يو انجنير، چې د يوه کاروان په ترڅ کې د خپلو ورور واده ته روان و، په دې مهال د فيض اباد ښاروال د زوى محمد نور له کاروان سره مخ شو.
سمونوال کرامت زياته کړه، د ښاروال زوى غوښتل، چې د واده د ورا موټرې د دوى کاروان ته لاره پرانيزي، خو نوموړي له لفظي شخړې وروسته انجنير جاويد د چاقو په وسيله وواژه.
هغه وويل، نن د فيض اباد ښار لسګونو کسانو د ولايت مقام ته عريضې کړې او د ښاروال د زوى د نيولو غوښتنه يې کړې ده.
د سيمې يوه چارواکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل، د ښاروال زوى له زور او د پلار له مقام څخه په ګټې خلک وژني او داسې څوک نشته، چې هغه ونيسي.
هغه زياته کړه، دولت بايد ډېر ژر هغه ونيسي او بايد سخته سزا ورته ورکړي.
خو د امنيت امر وويل: “زه نن په خپله د ښاروال کور ته ولاړم او ما ته يې ډاډ راکړ، چې قاتل به پوليسو ته تسليم کړي.”
هڅه مو وکړه، چې د فيض اباد د ښاروال نظرمحمد نظري، چې پخوانى جهادي قوماندان هم دى، نظر ترلاسه کړو، خو بريالي نه شوو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن