ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات په ګذره کې د چاودېدونکو توکو زېرمه کشف شوه

د هرات په ګذره کې د چاودېدونکو توکو زېرمه کشف شوه

هرات (پژواک ١٥ لړم ٩٢): د هرات د ګذرې په ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو له چاودېدونکو توکو ډګه ډيپو موندلې او يو کس يې په تور نيول شوى دى.

د ګذرې ولسوال نثاراحمد پوپل په سيمه کې خبريالانو ته وويل، چې دغه چاودېدونکي توکي نن د لړم په ١٥مه د ګذرې په سرجنګل سيمه کې په يوه دوکان کې موندل شوي دي.

ولسوال زياتوي، وسله والو غوښتل له دغو چاودېدونکو توکو د ماين په جوړولو او ورانکاره کړنو کې کار واخلي.

نوموړى زياتوي، په دغو چاودېدونکو توکو کې ١٢ لويې بستې تروتيل ډوله باروت، ١٧ لاسي بمونه له فيوزونو سره او يوه کيلو امونيم نايټريټ په لاس ورغلي دي.

 پوپل زياته کړه، له دوکاندار سره د امنيتي ځواکونو جعلي کارت هم نيول شوى او دغه راز په دوکان کې څلور کيلو چرس هم نيول شوي دي.

 ګذره د هرات ښار ختيځ ته  په ۱۵ کيلومترۍ کې واقع ده، په دې سيمه کې د ايساف مرکز، د يوناما دفتر، صنعتي ښارګوټی، د پوليسو د روزنې مرکز او هوايي ډګر  هم موقعيت لري.

 د سيمې يو اوسېدونکى سميع الله هم د امنيتي ځواکونو دغه لاسته راوړنه وستايله او زياته يې کړه، چې د دغو چاودېدونکو توکو کشف د سلګونه خلکو ژوند ته نجات ورکړ.

تر دې مهاله د دولت مخالف لوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.