کلات ( پژواک ١٥ لړم ٩٢ ) : د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو هغه اوه تنه وژلي، چې شاوخوا يوه مياشت مخکې يې د کابل – کندهار له لويې لارې تښتولي وو.
ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د لړم پر ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه کسان پرون وژل شوي او پوليسو يې ماښام مهال جسدونه تر لاسه کړي دي .
نوموړي زياته کړه ، چې ددې کسانو جسدونه د کلات ښار اړوند د ترنک په سيمه کې تر لاسه او وروسته د ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوي دي .
روغ لېونی وايي، چې د وژل شويو کسانو د پېژندنې په موخه د دوى پلټنې روانې دي، تر څو معلومه شي ، چې دا کسان څوک دي ، ترڅو خپلو کورنيو ته وسپارل شي.
امنيه قوماندان وويل ، چې امنيتي ځواکونو د پېښې جدې پلټنې پيل کړې دي، تر څو د دغو کسانو وژونکي پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د زابل د مرکزي روغتون يوتن نوکريوال ډاکټر، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل ، چې د يو شمېر وژل شويو کسانو جسدونه دوى ته وروړل شوي وو.
سرچينې زياته کړه ، د څلورو تنو جسدونه، چې په مرميو ويشتل شوي و او ټپونه يې تازه و دوى ته ماښام مهال ور وړل شوي و او د شپې ناوخته بېرته امنيتي ځواکونو له ځان سره يوړل .
د دغه ډاکټر د معلوماتو له مخې، د وژل شويو کسانو لاسونه شا ته په ځنځيرونو تړل شوي و او کولپونه هم وراچول شوي و.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن