خوست-کندهار (پژواک ١٦ لړم ٩٢): په خوست ښار کې د يوې چاودنې له امله د ملي امنيت درې کار کوونکي وژل شوي دي.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن غرمه په څه کم دولس بجې د خوست ښار د بلند منزلو په سيمه کې وشوه.
سرچينې زياته کړه، چې چاودنه له سيمې د ملي امنيت پر يوه تېرېدونکي موټر وشوه، چې له امله يې دوه سرتېري وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، چاودنې دوه نور سرتېري او څلور عام وګړي ټپيان کړي هم دي.
د خوست د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان د پېښې د پخلي تر څنګ پژواک ته وويل، چې چاودېدونکي توکي پر يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې د ملي امنيت درې کار کوونکي وژل شوي او دوه ژوبل دي، دغه راز څلور ملکي وګړي هم ژوبل شوي دي.
عيني شاهدان وايي، چې تر چاودنې وروسته سيمه د ملي امنيت د موظفينو له خوا کلابنده شوه او څوک نږدې نه پرېږدي.
په خوست ښار کې د ببري ګل په نوم د يوه شخصي روغتون کار کوونکي ډاکټر مالک پژواک ته وويل چې دوى ته څلور ملکي ټپيان ور وړل شوي دي.
خو نوموړي يې د روغتيايي حالت په اړه څه ونه ويل.
د يو بل خبر له مخې، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاودنه د پنجوايي ولسوالۍ د زنګاوات په سيمه کې رامنځته شوې ده.
بلخوا د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د ولايت مقام وايي، چې دا پېښه پرون په ياده ولسوالۍ کې د يو سراچې او باربري موټرو تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن