ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د ټاکنو د کانديدانو نوملړ کې بدلون راځي”

کابل (پژواک١٦لړم٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي د کانديدانو په لېست کې د بدلون راتلو پخلى کوي، خو وايي چې د خپلو څېړنو او ارزولو پايلې په يوه ځل اعلانوي.

دوى وايي، چې د شکايتونو د څېړلو چارې ښې روانې دي او يواځې به د شنبې په ورځ هم د رد شويو کانديدانو شکايتونه او د هغوى دلايل په علني ډول واوري.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون منشي او وياند محمد نادر محسني نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ،  سره له دې چې د کمېسيون کارونه د کانديدانو مقدماتي لېست په خپرېدو کې د ځنډ له امله درې ورځې وروسته پيل شوي، خو د خپلو څېړنو او ارزونو پايلې په ټاکل شوي وخت اعلانوي.

ده ومنله چې د شکايتونو د څېړلو په پايله کې د کانديدانو په نوملړ کې بدلون راځي.

محسني وايي ، چې د شکايتونو ارزول په ښه توګه پرمخ ځي او د کانديدانو په نوملړ کې “ښايي کموالى يا زياتوالى راشي.”

ده زياته کړه:”دا يوه طبيعي خبره ده، کله چې اعتراضونو ته رسېدنه وشي، د شکايتونو او اعتراضونو ته د رسېدنې په پايله کې ډېره عادي ده، چې ځينې کسان قانع کوونکي دلايل وړاندې کړي، په لېست کې شاملېږي. ښايي د ځينو کسانو په اړه شکايت وي ، چې د کانديدۍ شرايط له ځينو اخلي، په دې حالت کې کانديد له لېست څخه وځي.”

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ د ١٧ رد شويو کانديدانو په ګډون په ټول هېواد کې نږدې ٦٥٠ شکايتونه ثبت شوي دي.

دغه کمېسيون بايد د ټاکل شوې مودې له مخې په شلو ورځو کې ور رسېدلي شکايتونه او اعتراضونه وڅېړي او ورپسې د کانديدانو وروستى نوملړ ٩ ورځې وروسته د لړم په ٢٥ مه اعلان شي.

محسني وويل، که څه هم چې د شکايتونو ډېروالي ته په کتو د ارزونې لپاره ټاکل شوې موده بسنه نه کوي، خو دوى به د خپلو څېړنو او ارزونو پايلې په ټاکلي وخت اعلان کړي.

د کانديدانو د مقدماتي لېست په خپرېدو کې ځنډ هم ددې لامل شو، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون درې ورځې وروسته خپلې څېړنې پيل کړي.

وړاندې ددې کمېسيون مشر عبدالستار سعادت ويلي و،که اړتيا وليدل شي،د شکايتونو د څېړلو موده غځوي.

ياد شوي کمېسيون له  تېرو څلورو ورځو راهيسې د رد شويو کانديدانو او عامو خلکو شکايتونه په علني ډول واورېدل او د هغوی اسناد يې هم ترلاسه کړل.

محسني وويل ، چې په علني ډول د شکايتونو اورېدل د راتلونکې شنبې په ورځ پاى ته رسېږي.

د يادونې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنيزو سياليو د داوطلبانو له ډلې ٣٦٨ تنه، چې ١٦ يې ولسمشرۍ ته ځانونه کانديدول، په شرايطو برابر ونه بلل او د هغوى نومونه يې په مقدماتي لېست کې شامل نه کړل.

د ټاکنو کمېسيون ډېر کانديدان له دې امله رد کړي، چې ټاکل شوې اندازه ملاتړي کارتونه يې نه لرل.

که رد شوي کسان د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون له خوا په شرايطو برابر وپېژندل شي، نومونه يې د کانديدانو په وروستي نوملړ کې شاملېږي.

د کانديدانو په اړه د ټاکنيزو شکايتونود کمېسيون پرېکړه وروستۍ ده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.