ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې ١٤ کيلومتره سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

author avatar
7 Nov 2013 - 18:14
author avatar
7 Nov 2013 - 18:14

 جلال اباد(پژواک ١٦ لړم٩٢): په لغمان کې د مهترلام-قرغيو  تر منځ فرعي سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 د لغمان ولايت د مرکز او قرغيو ولسوالۍ تر منځ سړک ، چې څو مياشتې مخکې يې د جوړولو چارې پيل شوې وې، نن د دغه ولايت د والي او يو شمير نورو چارواکو له خوا د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سړک د لغمان ولايت مرکز له قرغيو او  درونټه له سرخکانو حلقوي سړک سره نښلوي.

 ده وويل: ((مخکې د دغه سړک په نه شتون ګڼې ستونزې موجودې وې ،مګر اوس حل شوې.))

 ځواک وايي ، چې ياد سړک ١٤ کيلومتره اوږدوالى  لري، چې ٧ کيلومتره يې د ٥ مترو په پراخوالي او پاتې ٧ کيلو متره نور  يې د٦ مترو په پراخوالي د ١١٥ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 نوموړى وايي، چې ددغه سړک په اوږدو کې ٦٩ پلچکونه،٦٤٣ متره استنادي دېوالونه او ٢١ واشونه موجود دي، چې دا ټول د نړېوال پراختيايي بانک له لوري د فوايد عامې  وزارت تر څارنې لاندې په يوه کال کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شول .

 د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي شېرعالم پژواک خبري اژانس ته د ياد سړک پر جوړېدو خوښي څرګنده او زياته يې کړه چې دغه سړک د دوى په ژوند کې مثبت تغير راوستونکى دى.

 ده وويل: (( زموږ د قرغيو  نه تر درونټې د تګ ستونزه هواره شوه، حلقوي سړک ته اوس په اسانۍ تلى شو.))

نوموړى له چارواکو غواړي ،چې په راتلونکي کې هم ورته بيارغنيزې پروژې پلې کړي او د لغمان ولايت هغه ولسوالۍ ، چې د سړک او نورو لومړنيو اسانتياوو له نشتون سره مخ دي ،حل کړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.