کلات (پژواک ١٧ لړم ٩٢): د زابل چارواکي وايي، چې کلات ښار ته څېرمه د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنې اته تنه وژلي او يو بل ټپي شوى دى.
د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار اته بجې د کلات ښار ١٥ کيلومټرۍ ته د باکورزو په سيمه کې پر سراچه موټر شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې ٥ مېرمنې، دوه ماشومان او يو د جومات ملا امام شامل دي او موټر چلوونکى ټپي شوى دى.
د ده په وينا، چې د ملکي وګړو دغه موټر د باکورزو له کلي کلات ښار ته پر لاره و.
که څه هم تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى خو رسوليار يې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د واده پر يوه موټر د ماين چاودنې لږ تر لږه اتلس تنه ووژل.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن