ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درانه کارونه او د ماشومانو د بشري حقونو تر پښو لاندې کول

درانه کارونه او د ماشومانو د بشري حقونو تر پښو لاندې کول

author avatar
9 Nov 2013 - 09:16
درانه کارونه او د ماشومانو د بشري حقونو تر پښو لاندې کول
author avatar
9 Nov 2013 - 09:16

کابل ( دازادو رسنيومشارکت / پژواک ١٨لړم ٩٢) : ډېر افغان ماشومان له مجبورۍ د کمو پيسو په بدل کې درانه کارونه کوي ،چې ځينې يې له دې امله له ښوونځي پاتې شوي او له روغتيايي ستونزو او ان  مړينې سره مخ شوي دي.

د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له امله، چې د تېرو دريو لسيزو جګړو په ترڅ کې رامنځته شوي، له شپږ څخه تر ١٧ کلونو پورې، شاوخوا ١،٩ ميليونه ماشومان درانه کارونه ترسره کوي.

د دې سرچينې معلومات د دې څرګندونه کوي، چې له يادې ډلې ماشومانو يواځې ١،٢ ميليون يې د خښتو په توليد، کانونو، کرنې، مالدارۍ او نورو درنو کارونو کې بوخت دي.

د ملي او نړيوالو قوانينو له مخې، ټول درانه کارونه چې د ماشومانو د جسمي، فکري او روغتيايي ودې او ناروغۍ لامل ګرځي او د هغوى د زده کړو مخه نيسي، منع شوي دي.

خو د ازادو رسنيو د مشارکت (IMC) معلومات ښيي، چې په افغانستان کې کارګر ماشومان په بد حالت کې او د ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ دي او حقونه يې تر پښو لاندې کېږي.

د افغانستان د کار په قانون کې، له اتلسو څخه د کم عمر ماشومان له درنو کارونو منع شوي، خو د يادو معلوماتو له مخې، د کورنيو د اقتصادي ستونزو له امله د ډېرو کمو پيسو (له ١٠٠٠ تر ١٣٠٠ افغانۍ په مياشتنۍ تنخوا) په بدل کې بېلابېل او حتى ډېر درانه کارونه کوي.

دغه راز که څه هم د افغانستان د کار په قانون کې يواځې له پنځلسو کلونو پورته ماشومان هغه سپک کارونه، چې د هغوى روغتيا ته زيان نه رسوي، ترسره کولى شي او هغه هم په يوه اونۍ کې بايد له ٣٥ ساعتونو ډېر کار ونه کړي، خو د رسنيو مشارکت داسې معلومات ترلاسه کړي، چې افغان ماشومان په کانونو کې شاوخوا ٢٠ ساعته کار کوي.

نو له همدې امله ځيني کارګر ماشومان له ښوونځيو هم محروم دي او ځيني يې ښوونځيو ته ځي، خو د درس ويلو لپاره د کافي وخت نه درلودو له امله ناکام پاتې کېږي او له ښوونځيو يې زړونه تورېږي.

کار کوونکي ماشومان، چې ځيني يتيمان دي، په ښارونو کې هم له ښه وضعيت سره مخ نه دي، خو په کانونو کې تر ټولو بد وضعيت لري.

د ډبرو سکرو کان

په سمنګانو ولايت کې د صوف بالا درې په دهنه تور ولسوالۍ کې د ګاومرګي کان، د ډبرو سکرو له هغو کانونو شمېرل کېږي، چې د سيمې د خلکو له لوري ايستل کېږي او دولت د ډبرو سکرو کان له ايستونکو ماليه اخلي.

په ياد کان کې د ٨ او ١٨ کلونو تر منځ ماشومان، د دغه کان د ايستلو چارې او د خرو په وسيله د سکرو له غارونو د دهنه تور بازار ته، چې له ياد کان څخه پنځه کيلومتره لرې پروت دى، سکاره لېږدوي او نورې چارې ترسره کوي.

د ګاومرګي کان يو کار کوونکى پيرمحمد وايي، چې په دغه کان کې د ده د دوو زامنو په ګډون له سلو ډېر ماشومان په کار بوخت دي.

د هغه په وينا، هغه ماشومان چې د مرکبو په واسطه له دغه کان څخه سکاره لېږدوي، لس زره افغانۍ معاش لري او هغه ماشومان، چې د کان د کيندلو چارې يې پر غاړه اخيستې په يوه مياشت کې تر پنځوس زرو پورې افغانۍ ترلاسه کولى شي.

د ياد کان يو ديارلس کلن کار کوونکى خال محمد، چې بازار ته د سکرو له لېږدولو وروسته د کان پر لور روان و او په دې لار کې شته خاوره شوو سکرو يې د وړو پښو د مخکې اېښودو مخنيوى کاوه، د رسنيو مشارکت ته وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په دغه کان کې کار کوي.

هغه وايي، چې د جمعې ورځو په ګډون په دغه کان کې ١٧ ساعته (د يوې شپې له يوې بجې څخه د بلې شپې تر ٨ بجو پورې) کار کوي او په دې موده کې پنځلس ځلې له دغه کان څخه د دهنه تور بازار ته په خرو سکاره لېږدوي.

خال محمد وويل، چې له دغه کان څخه هر ځل پر بارولو او بېرته خالي کولو يې يو ساعت وخت لګېږي او د دغه کار په بدل کې هره مياشت لس زره افغانۍ ترلاسه کوي.

د هغه په وينا، له دې امله دى او بل اته کلن ورور يې په دغه کان کې کار کوي، پلار يې له تېرو څو کلونو راپه دېخوا ورک شوى او د کور لګښتونه د دوى پر غاړه دي.

دغه ماشوم وايي، چې د شپې مهال د کان له نورو کار کوونکو سره په خېمه کې وي او هره يوه مياشت وروسته خپل کلي (موشک) ته ځي د يادې مودې له مسافرۍ وروسته يواځې دوه يا درې ورځې خپل کور کې تېروي.

د دغه کان ځيني نور کار کوونکي ماشومان هم د خال محمد خبرې تاييدوي او وايي، چې د کورنيو د اقتصادي ستونزو له امله اړ دي، څو درانه کارونه ترسره کړي.

ومو غوښتل د صوف درې د ډبرو سکرو کان له رييس انجنيرعوض سره په دغه کان کې د کار کوونکو ماشومانو د څرنګوالي، د هغوى د حقونو او نورو مسايلو په اړه خبرې وکړو، خو نوموړي په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د مالګې کان

د تخار ولايت د نمک اب ولسوالۍ د تاقچه خانې د مالګې کان، د دې ولسوالۍ يو له هغو کانونو څخه دى، چې په يوه جګ غره کې موقعيت لري او د لس کلنو په ګډون په کې ډېر ماشومان کار کوي.

د دغه کان مالګه هم د دې سيمې او د لرې پرتو کليو د خلکو له لوري ايستل کېږي او دولت هم د ياد کان د ايستونکي له سوداګرو ماليه ترلاسه کوي.

د تاقچه خانې د پراختيايي شورا مشر عبدالخبير وايي: “له ١٠٠٠ څخه زيات کسان دلته کار کوي، چې ډېر يې ماشومان دي. د هغوى حقونه په بشپړه توګه تر پښو لاندې شوي دي.

کان بايد قانوني شي او خلکو ته په کې معاش وټاکل شي. دلته د خلکو حق تلف کېږي، ګټه يې جلابان او يا هم دولت اخلي او خلک له ډېرې خوارۍ مړه کېږي، تر دې چې په نسونو هم ماړه نه وي.”

د دغه کان کار کوونکي ماشومان هم د تاقچه خانې بازار ته، چې له کان څخه شاوخوا يونيم کيلومتر واټن لري، د مرکبو په واسطه مالګه لېږدوي.

دلته هم ډېرى ماشومان اړ دي، چې د پيسو ترلاسه کولو لپاره د مالګې درانه درانه کاڼي، چې تر شپږ منه وزن لري، له ٤٥٠ ژروې شوې ساحې د خره په واسطه د تاقچه خانې بازار ته د پلور په موخه ولېږدوي.

کار کوونکي ماشومان په بازار کې مالګه پلوري او په ستړي ځان دغه لار يو ځل بيا، چې پر جګ غره را تېره شوې، ووهي.

د تاقچه خانې اوسېدونکى پنځلس کلن عزت الله، چې تازه له يوه ژور ځاى نه راووت او خپلې خولې يې د مالګې له ګرد سره په خپلو لاسونو پاکولې وويل، چې له لس کلنۍ راهيسې همدا درانه کارونه کوي.

دى وايي، چې هره ورځ د سهار له دريو وروسته د ماښپښين تر دوو بجو پورې په کار بوخت وي، د کچرو په وسيله مالګې بازار ته وړي او کله کله بيا په کان کې د مالکې کيندنه هم کوي.

دى وايي، چې پلار او کاکا يې هم په کان کې په کار بوخت دي او درى واړه د ورځې له دريو تر څلور سوو پورې عايد لري.

د ده په خبره، که دغه کار ونه کړي، نو به وږي پاتې شي، ځکه چې له دې پرته بل کار نه لري.

د دغه کان يوه بل کار کوونکي عبدالرازق وويل: ((له خپلو دوو زامنو سره په دغه کان کې کار کوم، يو زوى مې لس کلن او بل شل کلن دى، که په کان کې کار ونه کړو، نو وږي پاتې کېږو.))

ده وويل، چې شل کلن زوى يې هره ورځ ٥٠ منه مالګه وباسي او کشر زوى يې بيا په کچر بازار ته وړي او من په څلور افغانۍ ورکوي.

د تخار د کانونو رييس فدامحمد تاشي هم مني، چې يو شمېر ماشومان په دغه کان کې کار کوي او حقوق يې خوړل کېږي، خو زياتوي، چې د دغه کان د ايستلو لپاره له يوه خصوصي شرکت سره قرارداد شوى، چې د شرکت د کار له مخې به د ماشومانو له خوا د هغوى د کار مخه نيول کېږي.

ده وويل، چې دا شرکت به ډېر زر خپل کار پيل کړي.

د افغانستان د کانونو وزارت وياند محمد رفيع رفيق صديقي وايي، چې کانونه په قانوني بڼه اېستل کېږي او ماشومان په کې د کار کولو اجازه نه لري.

ده وويل، چې پخوا يې د تاقچه خانې د کان استخراج تړون له يوه خصوصي شرکت سره کړى و، خو وروسته يې ځکه لغوه کړ، چې ماشومان يې په کې پر کار ګومارلي وو.

ده په دې اړه، چې ايا د تاقچه او ګاومرګي کانونو استخراج قانوني که غير قانوني دي؟ ځکه چې ماشومان په کې کار کوي، وويل: ((په ټولو کانونو کې کارونه د دولت تر نظارت لاندې دي، هېڅ امکان نه لري، چې پر خپل سر دې تر استفاده وشي، کله چې ماليه ترې اخيستل کېږي، نو هغه کان خپلسرى نه دى، موږ په هره ساحه کې په يوه کان کې د کار لپاره د هماغه ځاى خلک ګومارلي دي.))

هغه زياته کړه: ((که رښتيا هم ماشومان په کانونو کې کار کوي، نو د مديريت له قانوني معيارونو يې سرغړونه کړې، خو زموږ اخيستنه دا ده، چې ماشومان يواځې بازار ته د کچرو په وسيله د ايستل شوو ډبرو په وړو کې د لارښود په توګه کار کوي، نه د کان دننه.))

سرچينې وويل: ((په کانونو کې د ماشومانو د کار موضوع يواځې په کانونو وزارت پورې هم اړه نه لري، تر کومه چې په موږ پورې اړه لري، موږ يې پر وړاندې عمل کړى. دا پر امنيتي او قضايي بنسټونو پورې اړه لري، چې له کانونو څخه د غير قانوني استفادې مخنيوى وکړي.))

په نمک اب کې د پوليسو د بلوک قوماندان دويم څارن نصر لله وايي، چې څو ځلې يې په کان کې د ماشومانو د کار مخنيوى کړى، خو پايله يې ځکه نه ده ورکړې، چې د کاګرو ماشومانو کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، دوى نه غواړي چې د ماشومانو د کار مخه يې ونيسي.))

زر شويي (زر مينځنه):

د تخار په مرکز کې د ملک هاى خطايان په نوم د سيمې ماشومان، د سيند پر غاړه له ريګونو څخه د سروز زرو زرې په ځانګړي ډول د مينځلو له لارې ټولوي او دغه کار ته ((زر شويي)) وايي.

په زرشويان يا زر مينځونکو کې ماشومان او د لوړ عمر خاوندان شته، چې په ډله ييز ډول سيند ژوروي، بيا په لاس راغلي ريګونه په زنبېل او سطل کې د مينځلو ځاى ته وړي او هلته ترې سره زر ترلاسه کوي.

د زرشويانو د يوې ډلې مشر کارګر امام محمد وايي، چې په ټوله خطايان سيمه کې نږدې اوه زره کسه، چې دوه زره يې يواځې ماشومان دي، کار کوي او د سرو زرو د پلور له درکه هره ورځ له ١٥٠٠ څخه تر ٢٠٠٠ پورې افغانۍ ترلاسه کوي.

ده زياته کړه، چې د دې سيمې کار کوونکي د جمعې په ورځ عمومي رخصتي کوي او ترلاسه کوونکې پيسې پرته له دې چې عمر په نظر کې ونيسي، په ټولو يې وېشي، خو د کاري ډلې مشر يا سر کاريګر ځکه د نورو دوه چند اخلي، چې ټول کاري وسايل د هغه وي.

د تخار د فرخار يو ١٤ کلن هلک نوراحمد، چې له يوه بل ١٣ کلن ماشوم سره په زنبېل کې ريګ لېږدوي وويل، چې د شپې يې د خور په کور کې وي او د ورځې زر شويي کوي، او د ورځې تر ٢٠٠ افغانيو پورې لاسته راوړي.

هغه وويل، چې په اوړي کې د بزګرۍ کارونه کوي، خو په مني او ژمي کې بيا په زر مينځنه بوخت وي، خو په پسرلي کې بيا دا کار ځکه نه کېږي، چې نيزونه زيات وي.

د دې سيمې کارګران وايي، چې د سهار له اتو د مازديګر تر پنځو بجو پورې کار کوي.

د خښتو توليد

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې د احصايې له مخې يواځې د کابل په ده سبز او قره باغ ولسوالۍ کې ٥٠ زره ماشومان د خښتو او نورو درنو کارونو په برخه کې بوخت دي.

د ده سبز د خښتو بټيو ټولنې د معلوماتو له مخې، د دې ساحې د خښتو په ٩٠٠ بټيو کې نږدې ٣٠٠ زره کسه کار کوي.

د ازادو رسنيو مشارکت لاسته راوړنې څرګندوي، چې حتى ٦ کلنې نجونې او هلکان هم د خپلو کورنيو له غړو سره په خښته وهنې او بټيو کې کار کوي.

ځيني د لوړ عمر کارګران، چې د زرو خښتو په وهلو سره له ٤٠٠ څخه تر ٤٥٠ پورې افغانۍ ترلاسه کوي، خپلو لوڼو او ماشومانو ته هم له دوى سره د همکارۍ له امله د مزد په نوم پسې ورکوي.

دوى وايي، چې ترلاسه کېدونکې پيسې د ماشومانو په ګډون د ټولې کورنۍ پر غړو لګوي، نو پر همدې بنسټ اړتيا ده، چې ماشومانو ته هم مزد ورکړي.

د ده سبز په يوه بټۍ کې د لوړ عمر لرونکى کارګر خيالي ګل وايي، چې په دې بټۍ کې تر ١٥٠ پورې ماشومان کار کوي، هغه زياته کړه: ((موږ خپلو ماشومانو ته ١٠ يا ٢٠ افغانۍ ورکوو او زړه يې خوشحاله ساتو.))

شپږ کلنه نجلۍ ناري، چې په همدې ځاى کې يې د نيمه وچو شوو خښتو د ټولولو په برخه کې کار کاوه، سترګې او خوله يې په خاورو او خټو لړلي وو، په خپله ماشومانه ژبه وويل: ((له خپل پلار سره د خښتو په بټۍ کې کار کوم، هره ورځ ترې لس افغانۍ اخلم او خوراکي شيان پرې اخلم، سهار چې چاى وڅښم، نو دلته راځم او ماښام بېرته کور ته ځم.))

خو په ځينو بټيو کې بيا ماشومان ځانګړى مزد هم لري.

د ده سبز اوسېدونکى، چې په يوه بټۍ کې پر خپلو ډنګرو مټو يې د خښتو په قالب کې خټه اچوله وويل: ((عريبي ده، ټيګه دار مې پيسې پلار ته ورکوي او زه مې له پلار نه هره ورځ سل افغانۍ اخلم.))

خو د دې بټۍ مالک حاجي ارسلا وايي، چې د بټيو مالکانو خپل کارونه د ماشومانو مشرانو ته په اجاره ورکړي او د ماشومانو د ګومارنې مسووليت خپله د هغوى پر غاړه دى، ځکه دوى له خپلو ماشومانو کار اخلي.

هغه وايي: ((موږ خو ماشومان په کار نه ګومارو، خو کله چې د ماشومانو د کورنيو مشران خپل ماشومان په کار ګوماري، نو موږ په کې مداخله نه شوى کولى.))

د سرچينې په خبره، که چېرې د خښتو د بټيو مالکان د ماشومانو د کار مخنيوى وکړي، نو بيايې مشران، چې اجاره ورسره ده، کار پرېږدي.

په پلازمېنه کې پر ماشومانو درانه کارونه

د ماشومانو په برخه کې د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونسف) يوه سروې څرګندوي، چې ٣٧ زره ماشومان د کابل په واټونو کې په درنو کارونو بوخت دي.

د کابل ښار دغه ماشومان د موټرو په ترميم، موټر مينځنه، پلاستيک پلورنه، په سړکونو د توکو په پلورنه او په کراچيو کې د مالونو په لېږدونه او نورو کارونو بوخت دي.

د ازادو رسنيو مشارکت څېړنې څرګندوي، چې د دغو ماشومانو په منځ کې حتى اوه کلن ماشومان هم شته، چې هره مياشت له زرو څخه تر اوو زرو افغانيو پورې عايد لري او ځيني يې په ٢٤ ساعتونو کې ١٧ ساعته کار هم کوي.

د کابل ښار اسېدونکى ١٧ حميدالله وايي، چې هره ورځ په مارکېټ کې د مېوې موټر خالي کوي او د شپې بيا په همسفر هوټل کې د اشپز د شاګرد په توګه کار کوي.

د ده په خبره، په مارکېټ کې هره ورځ له ١٠٠ څخه تر ١٥٠ پورې افغانۍ ترلاسه کوي، خو په هوټل کې بيا د مياشتې درې زره افغانۍ تنخوا لري، خو د دې ترڅنګ په هوټل کې له مېلمنو پاتې شوې ډوډۍ هم ورسره کور ته وړي.

حميدالله وايي، چې له اوه کلنۍ يې د کيله پلورنې په څېر نور کارونه هم کړي او اړه دى، چې کار وکړي، ځکه چې پلار يې زوړ او ناروغ دى، دى او ٢٠ کلن ورور يې چې په مارکېټ کې د مېوې کار کوي، په ډېره سختۍ د خپلې ١٧ کسيزې کورنۍ اړتياوې پوره کوي.

د کابل ښار د پامير سينما په سيمه کې د پلاستيکي کڅوړو پلورونکى او د دويم ټولګي زده کوونکى حسين وايي: ((پلار مې کراچيوان دى، هره ورځ درى يا له هغو څخه زياتې افغاۍ ګټم؟ په کورنۍ کې شپږ کسه يو، موږ پيسې نه لرو، له همدې امله اړ يم، چې کار وکړم او د کور کرايه پوره کړو.))

ګواښونه

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې له شپږ نيم ميلونو زيات کارګر ماشومان له خطر سره مخ دي.

د ازادو رسنيو مشارکت څېړنې څرګندوي، چې د ماشومانو په ځينو کارځايونو لکه د ګاومرګي د ډبرو سکرو کان او د تاقچه خانې د مالګې کان کې د ماشومانو لپاره هېڅ محافظتي تدابير نه شته.

د ګاومرګي د ډبرو سکرو کان يو سر کارګر عوض علي وايي، چې د دغه کان کارګر محافظتي (ځانګړې) جامې نه لري، داسې تدابير چې د کان د نه لوېدو لامل شي، نه شته، کارګران له خاورو او د سکرو له ګرد سره کار کوي، چې ګڼې روغتيايي ستونزې پيدا کوي.

دى وايي، چې دولت بايد د دغو ستونزو حل لارې پيدا کړي او هغو ماشومانو ته دې جدي پاملرنه وکړي، چې د اقتصادي ستونزو له امله سختو کارونو ته مخه کوي.

د ګاومرګي د ډبرو سکرو کان يو استخراجوونکى قهرمان هم په کان کې کارګرو ته د ورپېښېدونکو ګواښونو پخلى کوي.

دى وايي: ((کان درزونه لري، ماتېږي، په کان کې داسې پېښې رامنځته کېږي، ډېرې داسې پېښې شته، چې ماشومان په کې له منځه تللي. اولس کاله کېږي، چې يوه ورور مې په کان کې صدمه وليده او په کور کې راته فلج پروت دى، ماشومان، لويان او نور کارګر ټپيان شوي او حتى خپل ژوند يې له لاسه ورکړى دى.))

ده د جزئياتو له ورکړې پرته وويل، چې د دغه کار يوه ښه بېلګه يې د سمنګان ولايت د ډبرو سکرو کان د لوېدو پېښه وه.

د سمنګان د روى دواب ولسوالۍ په ابخورک سيمه کې د ډبرو سکرو کان د وږي مياشتې په ٢٣مه وغورځېد، چې په کې ٢٧ کارګر ووژل شول او ٣٠ نور ټپيان وو.

٤٨ کلن احمد وايي، چې له اته کلنۍ را په دېخوا د نمک اب په کان کې کار کوي او اوسمهال يې د دغه کان ايستو ته کارګران په کار ګومارلي دي.

دى وايي: ((په کان کې کار خورا خطرناک دى، وړاندې دوه ماشومان تر مالګې لاندې ګير پاتې وو او مړه شول.

دلته راسره ماشومان کار کوي، ښوونځي ته نه ځي، دوى بارونه وړي، بيا هم وايم چې ماشومان په خطر کې دي، ځکه هره شېبه د دې وېره شته، چې کان دې وښوييږي.))

ده ته کره نه ده معلومه، چې ياد دوه ماشومان څو کاله وړاندې د کان لوېدو له امله د مالګې تر ډبرو لاندې شول، خو ويې ويل، چې د دغو دوو ماشومانو مړي لا هم نه دي را ايستل شوي.

ده له حکومته وغوښتل، چې د ټولو کارګرانو په ځانګړي ډول د ماشوم کارګرو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

د کانونو او پطروليم وزارت وياند رفيق صديقي وايي، چې د افغانستان د کانونو په اوسني قانون کې د ګارګرو د خونديتوب موضوع “مجهوله او مبهمه” ده، خو دغه وزارت د قانون نوې طرحه چمتو کړې، چې د غبرګولي مياشتې په ٥مه د وزيرانو شورا له تاييد وروسته ملي شورا ته استول شوې ده.

د ده په خبره، د دې طرحې په ١٣ څپرکي کې د کارګرانو د خونديتوب مسايل لکه د ځانګړو کاليو کارونه او د خونديتوب لپاره نور اړين توکي ذکر شوي دي.

له کانونو پرته په نورو برخو کې هم ماشومانو ته ګواښونه متوجه دي.

د مزارشريف په حوزوي روغتون کې موظف ډاکتر رضا نظري وايي، چې د روان کال د وږې په ٢٢مه د کار په جريان کې ١٥ ماشومان له څاه څخه د ختو پر مهال بېرته څاه ته ولوېدل، چې روغتون ته تر وړلو وروسته يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

همدارنګه د کابل د صحت طفل روغتون د پولي کلينيک امر ډاکتر سيد اسدالله سادات وايي، چې په دغه روغتون کې د سختو کارونو له امله ماشومانو ته د ور پېښو ستونزو او ناروغيو شمېرې په دغه روغتون کې نه ثبتېږي، خو هغه ماشومان چې دغه روغتون ته مراجعه کوي، ډېر يې له لوړو څخه د غورځېدو، سوځېدو او له نورو ستونزو سره مخ وي.

له ښوونځي پاتې کېدل

يو زيات شمېر ماشوم کارګرو د ازادو رسنيو له مشارکت سره په خبرو کې وويل، چې د ګڼو اقتصادي ستونزو له امله يې ښوونځى پرېيښى دى.

همدارنګه هغه لېست، چې د نمک اب ولسوالۍ د پوهنې د ١١- ٣ – ١٣٩٢ نېټې له ٤٠٥ ګڼې مکتوب سره ضميمه و، د دې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته استول شوى، څرګندوي، چې د کبير شهيد د منځني ښوونځي ١٠٥ زده کوونکي ښوونځي ته نه حاضرېږي.

يادې قوماندانۍ د پوليسو له بلوک غوښتي، چې دا شمېر زده کوونکي دي ښوونځي ته حاضر کړي.

د دغه بلوک قوماندان دويم څارن نصرالله وايي، چې له دغو زده کوونکو اتيا يې د تاقچه خانې د مالګې په کان کې کار کوي.

او در مورد خود می گويد:” مجبور استم در فاميل پنج نفر مى باشيم، پدرم فوت كرده و خودم بايد كار كنم.”

دى وايي: ((موږ ٨٠ کسان د هغوى له پلرونو سره قوماندانۍ ته جلب کړل، خو پلرونو يې ويل، چې که چېرې دوى په هغوى کار ونه کړو، نو څه وخوري؟ زموږ يواځېنى عايد همدا کار دى.))

د ګاومرګي د ډبرو سکرو کان يو کار کوونکى ١٥کلن نسيم وايي، چې د کان کار کوونکي ماشومان ښوونځي ته نه شي تللى، نو اړ دي، چې د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

ځيني نور کاريګر ماشومان بيا حتى په پلازمېنه کابل کې هم له زده کړو، چې د دوى بشري حق ګڼل کېږي، بې برخې دي.

د کابل ښار په درېيم پروان کې د سجاد اغا په نوم يو ١٣ کلن ماشوم چې په کپي کشي ورکشاپ کې کار کوي، وايي چې ښوونځى يې تېر کال د اقتصادي ستونزو له امله پرېيښى دى.

دى وايي، چې د کار زده کولو ترڅنګ د کپي کشۍ څښتن ورته هره اونۍ ٣٠٠ افغانۍ هم ورکوي،چې خپل ورځني لګښتونه ترې پوره کوي.

په درسونو کې شا ته پاتې کېدل

د کابل د ګذرګاه د نجونو لېسې د شپږم ټولګي ١٣ کلن زده کوونکى مطيع الله وايي، چې د سهار له اتو د غرمې تر ١٢ بجو پورې د فلز کار د شاګرد په توګه کار کوي او کله چې د غرمې ډوډۍ وخوري نو ښوونځي ته روانېږي.

د ده په خبره، دا چې پلار يې ناروغ دى، نو له مجبوريته بايد کار وکړي، خو کار يې په درسونو کې د پرمختګ مخنيوى کړى، ځکه چې د درسونو د تکرار لپاره پوره وخت نه لري.

ده وويل، چې تېر کال ناکام شو او علت يې هم په فلزکارۍ کې ستړيا وه، چې د شپې يې هم درس نه شو تکرارولى.

د ګذرګاه د ښوونځي ښوونکې فريبا حيدري وايي، چې له دې سره د شته احصايې له مخې له څلورم نه تر اوم ټولګي پورې د دغه ښوونځي ٦٠ زده کوونکي پس له وخته د پلاستيک پلورنې، موټر مينځنې او په نورو کارونو باندې بوخت دي.

د ده خبره، د دغو ماشومانو زيات شمېر، چې ٥٠ سلنه يې يتميان دي، په ښوونځي کې ناکام پاتې کېږي، ځکه چې د خپلو درسونو د ويلو لپاره پوره وخت نه لري.

د پوهنې وزارت د خپرونو رييس او وياند کبير حقمل وايي، چې نږدې دوه ميليونه افغان ماشومان د اقتصادي، امنيتي او فرهنګي ستونزو له امله له ښوونځي پاتې دي.

هغه زياته کړه: ((تر ټولو مهم عامل اقتصادي ستونزې دي، له بده مرغه چې د دوى پلرونه کم عايد لري، نو ځکه خپل ماشومان کار ته اړ باسي، چې په دې حساب له ښوونځي نه د خپلو ماشومانو په محروميت کې دخيل دي.))

روغتيايي ستونزې

د کابل د ګذرګاه د نجونو لېسې ښوونکې فريبا احمدي وايي، چې د دغه ښوونځي زده کوونکي درانه کارونه ترسره کوي، چې له امله يې په رواني ستونزو اخته شوي او فکري تمرکز نه لري.

دا د هغو زده کوونکو په اړه، چې د ښوونځي تر څنګ کار هم کوي وايي: ((کله چې له دوى نه د تېرو درسونو پوښتنه وشي، نو يا ژاړي او يا دا چې د ښوونکو پر وړاندې په ډېر عصبانيت سره دلايل وايي، په بازارونو کې خپل کار يادوي او ښوونکو ته وايي، چې دوى درس نه شي ويلى، کار کوي.))

د کابل پوهنتون د اروا پوهنې پوهنځي استاد پوهنيار خيرالدين خيرخواه وايي، چې درانه کارونه د نورو روغتيايي ستونزو ترڅنګ په روح او روان هم اغېز کولى شي.

ده وويل، هغه څېړنه چې په دې وروستيو کې يې د کابل او تخار په څلورو ښوونځيو ترسره کړې، څرګندوي، چې د دغو ښوونځو ٨٩ سلنه زده کوونکي په رواني ناروغيو لکه خپګان، يواځېتوب او نورو ستونزو اخته شوي دي.

ده وويل، له اوږدو جګړو وروسته درانه کارونه هم هغه څه دي، چې د زده کوونکو رواني ناروغي يې زياته کړې ده.

استاد خيرخواه زياته کړه، چې دا ډول ډېرى ماشومان تښتېدونکي، هېروونکي او قانون ماتوونکي وي، تل په چاپېريال او ټولنه کې ستونزې جوړوي.

د ډاکتر خيرخواه په وينا، چې دا ډول ماشومانو ته د هېر يا فراموشۍ ستونزه پيدا کېږي او خپل درسونه نه شي يادولى.

د تخار په مرکز کې د شوراب کلي يو اوسېدونکى ١٦ کلن اکرم بېک، چې د تاقچه خانې په کان کې کار کوي د ټوخي په حال کې وويل: ((ناروغ يم، ځان مې درد کوي، سږي مې په درد دي، همداسې سينه او بغل مې هم، کلينيک ته ولاړم، خو دلته چندان کلينيک نه شته، ډاکترانو ويل، چې درملنه دې زموږ له توان اوچته ده، ښار ته ولاړ شه.))

دى، چې د مالګې کان دکيندنې په برخه کې کار کوي، وايي اړ دى، چې په ناروغۍ کې هم کار وکړي ځکه پلار يې ناروغي لري، کار نه شي کولى او دى بايد د ټولې کورنۍ لګښتونه له خپلو پيسو پوره کړي.

د کابل د ماشوم د روغتيا (صحت طفل) د پولي کلينيک امر ډاکتر سيد اسدالله سادات وايي، چې پر ماشومانو ډېر درانه کارونه، چې په کانونو کې کېږي، ماشومان يې له ګڼو روغتيايي ستونزو لکه تنفسي، نري رنځ او نورو جدي ناروغيو سره مخ کړي دي.

دى زياتوي: ((دوى په کانونو کې په محافظتي وسايلو سمبال نه دي، په لوڅ ځان کار کوي، په کانونو کې داسې مضرې وړانګې شته، چې دوى له ګواښ سره مخ کوي. دا وړانګې سرطان هم پيدا کوي او ماشومانو ته بيا دا وړانګې تر بل هر څه ډېرې خطرناکې دي.))

ده څرګنده کړه، چې درانه کارونه د ماشومانو د جسمي او رواني ودې د مخنيوي لامل هم کېږي او د درنو بارونو پورته کول، هم له ګڼو روغتيايي ستونزو لکه د ملا له ستونزې، د هډوکو ماتېدو او کږېدو او له نورو ستونزو سره مخ کوي.

له ملي او نړيوالو قوانينو سرغړونه

افغان ماشومان اوسمهال د درنو کارونو د ترسره کولو له امله له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو سازمان په ٣٢ مه ماده کې چې افغانستان يې هم په ١٩٩٤ زېږديز کال غريتوب ترلاسه کړى راغلي دي: ((د کنوانسيون غړي هېوادونه بايد په ماشومانو د استثمار او هر کار سخت کولو پر وړاندې د ماشومانو له حقه ملاتړ وکړي، هغوى ته د زده کړې زمينه مساعده کړي او د ماشومانو د ذهني، روحي، معنوي او ټولنيزې ودې د ضرر مخه دې ونيسي.))

د دغه کنوانسيون په ٢٧مه او ٢٨ ماده کې هم د ماشوم وليان مکلف بلل شوي، چې له خپلو وړتياوو سره سم خپلو ماشومانو ته د ودې لازم شرايط چمتو کړي.

د کنوانسيون غړي هېوادونه به خپلو شرايطو ته په پام سره د هغوى پلرونو او نورو مسوول افرادو ته د امکاناتو په برابرولو کې اقدام کوي، د هغوى لاسنيوى دې وکړي او ماشومانو ته يې دې د زده کړې زمينه مساعده کړي.

همدارنګه د افغانستان د کار قانون د ١٣مې مادې له مخې، له ١٨ کلونو پر ښکته عمر لرونکو ماشومان کار کول، چې د هغوى د فزيکي ودې او معلوليت لامل ګرځي، منعه شوى دى.

د کابل په ساحوي دفتر کې د ماشومانو د حقوقو د پراختيا د ملاتړې برخې مسوول مسوول عبدالله عابد دغو مواردو ته په اشارې سره وويل، په دې ماده کې ماشومانو ته د سپکو کارونو عمر ١٥ کلني او د کسب زده کوونکو ته ١٤ کاله عمر ټاکل شوى دى.

په ورته وخت کې د افغانستان د اساسي قانون په ٤٩ مه ماده کې راغلي دي، چې په ماشومانو د زور کار جواز نه لري.

 هغه دغو مواردو ته په اشارې سره وويل، چې افغان ماشومان د درنو کارونو په ترسره کولو سره له هغو بشري حقونو محروم شوي، چې د ماشومانو د حقونو کنوانسيون او په نورو ملي او نړيوالو قوانينو کې يې وضاحت راغلى دى.

ځکه چې دا ډول کارونه د ماشومانو په روح او جسم نه جبرانېدونکي زيانونه غورځوي.

ده وويل، چې افغانستان بايد د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د کنوانسيون په بنسټ د ماشومانو د حقونو په تامينولو کې زيات کارونه ترسره کړي.

د افغانستان د بشري حقونو په کمېسيون کې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ همغږى کوونکى نجيب الله ځدراڼ ببرکزى وايي، چې کمېسيون يې د دې ستونزې د حل لپاره دولت ته وړانديزونه لري.

د ده په خبره، يو وړانديز يې دا دى، څو دولت د هغو مامورينو تنخوا ور لوړه کړي، چې ماشومان يې له مجبوريته درانه کارونه ترسره کوي.

ببرکزى وايي، چې دولت دې د ماشومانو د درنو کارونو او د کورنيو د وضعيت په ښه کولو کې لازمې هڅې وکړي او له هغو کورنيو سره دې نغذي مرستې وکړي، چې ماشومان يې سختو کارونو ته اړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه، د ماشومانو د روزنې په برخه کې يې د داسې اغېزمنو پروګرامونو طرحه هم په وړانديزونو کې ده، چې ماشومان د کار تر څنګ ښوونځى هم ووايي.

خو د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې رييس عبدالمعروف قادري وايي، چې دولت او نړيواله ټولنه بايد له هغو کورنيو سره مرسته وکړي، چې ماشومان يې د بې وزلۍ له امله کار کولو ته اړ شوي دي.

قادري د ماشومانو پر اوسني وضعيت نيوکه کوي او په دې برخه کې د مسوولو بنسټونو د کړنو په اړه وايي: ((له حکومته نيولې بيا تر ملت او نړيوالې ټولنې پورې ټولو په دې برخه کې ناغېړي کړې، هېڅوک هم په دې موضوع کې له مسووليته خلاص نه دي.))

د ټولنيزو چارو کارپوهه دل افروز زيرک وايي: ((د ماشومانو د کار په اړه په قانون کې راغلي، چې کار دې نه کوي، خو د ژوند اوسنيو ستونزو او شرايطو ته په پام سره بايد يو بديل ولري.))

د دې په خبره، لويان بايد زحمت وباسي، کورنۍ ته دې ډوډۍ وګټي او ماشومان دې زده کړو ته پرېږدي.

دې همدارنګه وړانديز وکړ، چې دولت بايد ماشومانو ته د داسې کارونو زمينه مساعده کړي، چې ښوونځي ته د تګ تر څنګ وړوکي کارونه هم ترسره کړي او د خپلو اړتياوو پوره کولو لپاره څه پيسې لاسته راوړي.

د کار، شهيدانو، معلولينو او ټولنيزو چارو وزارت د ټولنيزو تاميناتو او تنظيم رييسې شکريې فقيرزاده وويل، چې د ماشومانو د حقونو په برخه کې د ملي او نړيوالو قوانينو د پلي کېدو لپاره هڅې شوې، خو د ستونزو د لويوالي له امله، څنګه چې لازمه وه، هغسې نه دي شوي.

فقيرزاده زياته کړه: ((افغانانو د ماشومانو د حقونو کنوانسيون لاسليک کړى او ورته ژمن دى، خو له دې سره سره د افغان ماشومانو پر وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي او سترګې ترې نه شو پټولى، چې عمده هغه يې نا امني او بې وزلي ده او له امله يې ماشومان کار کولو ته اړ شوي دي.))

خو سرچينې څرګنده کړه، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کارګرو ماشومانو ستراتيژي د ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ لپاره د خصوصي سکتور او دولتي ترمنځ د همغږۍ په موخه په ١٣٨٥ لمريز کال طرح کړې ده.

ده وويل، چې ياده ستراتيژي په ١٣٨٦لمريز کال د ولسمشر د مرستيال له لوري هم تاييد شوه او د ماشومانو د ساتني د کړنلارې مطابق د کاګرو، بې سرپرستو او سوالګرو ماشومانو د راټولولو او خيريه موسسو او روزنتونونو ته د ور معرفي کولو لړۍ پيل شوې ده.

خو دى وايي، چې دا پروسه په ١٣٩١ لمريز کال د بوديجې د نه شتون له امله ودرېده.

خو نوموړي د دې پوښتنې په ځواک کې، چې وزارت ولې د ماشومانو له درنو کارونو مخنيوى نه کوي؟ وويل: ((په افغانستان کې قانون له جوړېدو وروسته نه پلى کېږي، اقتصادي ستونزې د ماشومانو د کارونو په مخنيوي کې ستر خنډ دي، خو د دې تر څنګ نا امني هم د قانون د پلي کېدو مخه نيولې له بلې خوا مهمه ستونزه دا ده، چې د ماشومانو لپاره ځانګړې بوديجه نه شته؛ د بېلګې په ډول د ماشومانو زده کړې ته بوديجه شته، خو په خطر کې د ښکېلو ماشومانو لپاره بيا هېڅ بوديجه په نظر کې نه ده نيول شوې.))

د ازادو رسنيو مشارکت له پژواک خبري اژانس، کليدګروپ، هشت صبح ورځپاڼې او سبا نشراتي موسسې څخه جوړ شوى، چې له اداري فساد او بشري حقونو څخه د سرغړونو په برخه کې څېړنيز راپورونه چمتو کوي.

 

 

 

 

Visits: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.