ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د محمد خېلو بازار، ښوونځى او کلينيک د ناامنۍ له امله وتړل شول

د محمد خېلو بازار، ښوونځى او کلينيک د ناامنۍ له امله وتړل شول

author avatar
9 Nov 2013 - 17:24
د محمد خېلو بازار، ښوونځى او کلينيک د ناامنۍ له امله وتړل شول
author avatar
9 Nov 2013 - 17:24

ښرنه( پژواک،١٨ لړم ٩٢):د پکتيکاد مرکز ښرنې اړوند محمدخېلو سيمې بازار، ښوونځى،کلينيک د جګړې له امله وتړل شول

د يادې سيمې يو تن قومي مخور دوراني محمدخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى په سيمه کې وخت ناوخته د مېشتو پوليسو او طالبانو ترمنځ نښتې کېږي او امنيتي  پوسته له کلي سره نږدې د ښوونځي،کلينيک او بازار ترمنځ  پرته ده.

د هغه په وينا، د دوى په سيمه کې په تېر يوه کال کې ١٢ تنه ټپيان شوي  او جګړې په خلکو کې ويره خپره کړې ده، دغه راز تر  هرې جګړې وروسته پوليس خلک وهې او ځوروي يې.

دغه مشر وايي، له کله چې په دې سيمه کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ د جنګونو لړۍ پيل شوې، بازار ته څوک زړه نه ښه کوي اود هټيوالو کاروبارونه هم ډېر بې خونده شوي دي.

د دوراني په خبره، د سيمې اوسېدونکو پرېکړه کړې، تر هغه به د دې سيمې ښوونځی،ديني مدرسه،کلينيک او بازار تړلي وي، څو چې د پوليسو پوسته له کلي نه وي ايستل شوې.

د سيمې بل اوسېدونکی محمد اسلم وايي، چې که دغه امنيتي پوسته له ښوونځي اوکلي  لرې ولېږدول شي، د خلکو ويره به ورکه شي او هم به هغوی د ښکېلو خواوو له زيان څخه خوندي شي.

د محمدخېلو لېسې مديرحقي خان پژواک خبري اژانس ته وويل، د سيمې وګړي خپلو  ماشومانو ته اجازه نه ورکوي، چې ښوونځي ته ورشي.

نوموړى زياتوي،پوليس له نښتې وروسته هر وخت ښوونځي ته دتلاشۍ لپاره راځي او زده کوونکي ځوروي ، چې له امله يې د دوى زده کړې اغېزمنې کړې دي.

حقي خان وويل، د سيمې مشرانو پرېکړه کړې، تر هغه به ښوونځي ته زده کوونکوته د تګ اجازه ورنه کړي، څو يې ستونزه نه وي هواره شوې .  
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وايي، له يادې ستونزې دوی هم خبر شوي  او د ولايت مقام يوه پلاوي ته دنده سپارلې، څو يادې سيمې ته ولاړ شي او موضوع له نږدې وڅاري.

افغان وايي، پوليس يې دې سيمې ته د خلکو د ساتنې او امنيت لپاره ليږلي،خو دوى به دخلکو غوښتنې پر ځاى کړي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.