کندوز- پلخمري (پژواک ١٨ لړم ٩٢): د کندوز ولايت د کليو او پراختيا رييس د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوى او ورور يې پر ډزو وژل شوى دى.
د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر بابري وويل، د کندوز د کليو او پراختيا رييس انجنير شفيق الله نن سهار، له بغلان څخه د دندې په موخه کندوز ته پر لاره و، چې موټر يې د مرکزي بغلان سپين جومات په سيمه کې تر وسله وال بريد لاندې راغى.
بابري پژواک خبري اژانس ته ويل، په دې بريد کې د کليو او پراختيا رياست د رييس ورور وژل شوى او نوموړى د وسله والو له لوري تښتول شوى دى.
هغه زياته کړه، چې بريد کوونکي طالبان وو او پوليس هم د کليو او پراختيا د رييس، د موندلو لپاره سيمې ته لېږل شوي او پلټې روانې دي.
د کندوز د کليو او پراختيا رياست يوه کارکوونکي، د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل، د کليو او پراختيا رييس نن سهار له مرکزي بغلان څخه کندوز ته پر لاره و، چې د وسله والو له خوا تښتول شوى او ورور يې وژل شوى دى.
د ياد بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د ويلو ده، چې په دې وروستيو کې د بغلان-کندوز لويه لار ناامنه شوې او شاوخوا دوه مياشتې مخکې پر يوه مسافر وړونکي کرولا موټر هم په يوه بل بريد کې يوه ښځه او سړى وژل شوي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن