ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول

څلور ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول

author avatar
9 Nov 2013 - 17:34
څلور ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول
author avatar
9 Nov 2013 - 17:34

 لښکرګاه(پژواک، ١٨ لړم٩٢): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې څلور وسله وال طالبان د ماين خښولو پرمهال په چاودنه کې وژل شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انګار د لړم په  ١٨مه پژواک ته وويل، دغه پېښه له غرمې وروسته د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې رامنځ ه شوې ده.

 ده په خبره،په دې سيمه کې پوليسو عمليات پيل کړي، وسله والو غوښتل چې د پوليسو د عملياتو د مخيوي په موخه په لاره کې ماينونه ځاى پرځاى کړي ، خو خپل ماين پرې چاودېدلى.

  قوماندان زياته کړه، دوى په دې وروستيوکې دامنيت د ټينګښت په موخه له نورو امنيتي ارګانونو سره ګډ پلانونه جوړکړي،چې له تېرې اونۍ راهيسې په دې ولايت کې يوه امنيتي پېښه هم نه ده شوې.

 بلخوا د مارجې ولسوالۍ ځايي اوسيدونکي وايي، چې تېره  شپه  وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوې  امنيتي پوستې بريد کړى، چې په تر‌څ کې يې درې سيمه يز پوليس  وژل شوي دي.

په  دې اړه امنيتي مسوولينو څه نه دي ويلي.

  د وسله والو طالبانو وياند قاري يو سف احمدي وايي، چې په نادعلي او موسى کلا ولسواليو کې يې د ماين په چاودنوکې ګڼ شمېر بهرنيو او کورنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې، خو په ګرشک کې يې پر خپلو ملګرو د ماين چاودنې په اړه  څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.