ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شېرزاد: له اشخاصو سره پر دنده ګومارل شوي پوليس ولسواليو ته لېږم

شېرزاد: له اشخاصو سره پر دنده ګومارل شوي پوليس ولسواليو ته لېږم

author avatar
10 Nov 2013 - 14:05
شېرزاد: له اشخاصو سره پر دنده ګومارل شوي پوليس ولسواليو ته لېږم
author avatar
10 Nov 2013 - 14:05

جلال اباد (پژواک ١٩ لړم ٩٢): د ننګرهار نوى امنيه قوماندان وايي، چې د امنيت ښه کولو په موخه يې ګڼ اقدامات په لاره اچولي او ډېر ژر به له اشخاصو سره پر دندو ګومارل شوي پوليس ولسواليوو ته ولېږي.

مل پاسوال فضل احمد شېرزاد  د لړم په ١٩مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، په دې وروستيو کې يې ګڼ امنيتي پلانونه جوړ کړي چې په پلي کېدو سره به يې امنيتي ستونزې بېخي هوارې شي.

هغه زياته کړه، چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې په بېلابېلو سيمو کې يې په ١٦ بېلابېلو ځانګړو او ګډو عملياتو کې له شلو زيات وسله وال وژلي، له دېرشو زيات يې ټپيان کړي او لسګونه نور يې ژوندي نيولي دي.

نوموړى وايي: ((د پرسونل کمبود لرو، چې ډېر ژر به دا هم حل شي، هغه پوليس چې بې ځايه له يو شمېر اشخاصو سره خدمتي دي هغه بېرته راولم او پر ولسواليو يې وېشم.))

امنيه قوماندان وايي، چې  راتلونکې مياشت کې به هغه خدمتي پوليس چې شمېر يې له دوه نيمو سوو اوړي، بېرته د خپلو پوليسو ليکو ته راولي او د ننګرهار د امنيت په ښه والي کې به ترې ګټه پورته کړي.

شېرزاد د امنيتي ستونزو په اړه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر د مشر څرګندونې رد کړې او ويې ويل، چې د ننګرهار د ټاکنو د سيمه ييز دفتر مسوولينو تر اوسه پورې د ګرځنده ډلو د جوړېدو په اړه دوى ته څه نه دي ويلي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې دوى ماسره ناست واى او ستونزه يې راسره شريکه کړې واى، نو په ټولو ولسواليو کې پرته د حصارک او شېرزادو نه د ګرځنده ډلو جوړول کوم ګران کار نه دى.))

د نوموړي په وينا، امنيه قومانداني اوس هم کولى شي چې په ټولو ولسواليو کې د ګرځنده ډلو امنيت وساتي او خلک په ازادنه ډول نوم ليکنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر ډاکتر اجمل اختر څو ورځې مخکې پژواک سره په يوه مرکه کې ادعا کړې وه، چې څو، څو ځلې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ له چارواکو سره کېناستلى او خپلې ستونزې يې ورسره شريکې کړې دي.

هغه زياته کړې وه، چې دوى ته د امنيتي ارګانونو له لوري دا اجازه نه ده ورکړل شوې چې په پاتې ولسواليو کې د نومليکنې ګرځنده ډلې فعالې کړي.

نوموړي ادعا کړې وه، چې امنيتي چارواکو ورته په ډاګه کړې چې په نا امنو ولسوايو کې يې امنيت نه شي ساتلى.

ډاکټر اجمل ويل: ((په حصارک، شېرزاد، خوګياڼي، بټي کوټ، چپرهار، پچير اګام او يو شمېر نورو نا امنه ولسواليو کې ګرځنده ټيمونه نه دي فعاله کړي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.