ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټول نورستان کې د نوم ليکنې ګرځنده ډلې فعالې شوې

په ټول نورستان کې د نوم ليکنې ګرځنده ډلې فعالې شوې

author avatar
10 Nov 2013 - 15:08
په ټول نورستان کې د نوم ليکنې ګرځنده ډلې فعالې شوې
author avatar
10 Nov 2013 - 15:08

جلال اباد (پژواک ١٩ لړم ٩٢): د نورستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت الله حليم وايي ، چې د نورستان پر مرکز سربېره په ټولو ولسواليو کې د نوم ليکنې ګرځنده ډلې فعالې شوې دي.

نوموړي دغه څرګندونې د لړم په ١٩مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې په نورستان کې د دوى د تمې خلاف په ټولو ولسواليو کې د نوم ليکنې ګرځنده ټېمونه فعال شوي او له امنيتي ځواکونو سره په تفاهم هغو کليو ته د نومليکنې لپاره ځي، په کومو کې چې امنيت نسبي ښه دى.

ده وويل: (( غه سيمې چې نا امنه دي، زموږ ګرځنده ټېمونه هلته نه شي تللى.))

دى وايي، داسې سيمې شته ، چې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه په کې زيات دي نو نه شي کولى، چې د نوم ليکنې ګرځنده ډلې يادو سيمو ته واستوي.

د حليم په وينا، د نوم ليکنې له يو شمېر ډلو سره يې اړيکې پرې شوې او تر اوسه دوى ته معلومات نه کېږي چې په ټوله کې د نورستان څومره وګړو د رايه ورکونې کارتونه اخيستي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ هڅه کوو چې شمېره پيدا کړو، خو زموږ اړيکې د ډېرى ولسواليو له ډلو سره نه ټينګيږي، په دې نږدې وختونو کې ښايي معلومات ترلاسه کړو.))

حليم زياتوي چې د نورستان د مرکز سربېره په ټولو ولسواليو کې امنيتي ننګونې شته خو دوى بيا هم له يادو ننګونو سره، سره کوښښ کوي چې د رايې ورکونې کارتونه ورکړي.

نوموړي دا هم وويل، چې د نورستان په مرکز پارون کې د ښځو او نارينه و د رايه ورکونې د کارتونو په اخيستلو کې په ډېره کمه اندازه فرق دى.

دى وايي: ((له نيمايي لږې کمې يې ښځې دي چې د رايې ورکونې کارتونه يې ترلاسه کړي دي.))

د نورستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دفتر مشر وايي، چې دوى د پارون د نوم ليکنې کره شمېره ځکه نه شي ښودلى چې د مرکزي ادارې له لوري د يادو معلومات له ورکولو منع شوي دي.

نوموړى هغه شکايتونه چې ويل کېږي ولايتي اداره د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په چارو کې مداخله کوي په پوره ډول نه ردوي او زياتوي چې لاسوهنې شته خو دومره جدي نه دي چې ستونزې دې راولاړې کړي.

دى وايي، چې دا مهال د نورستان د ولايتي شورا لپاره ٤٧ کسانو نوم ليکنه کړې وه، چې په لومړني لېست کې يې د پنځو کسانو نومونه له لېست څخه لرې شوي وو.

عزت الله حليم وايي، چې په يادو ٤٢ احتمالي نوماندانو کې يې ٧ ښځې دي.

نوموړى پر امنيتي ادارو غږ وکړ، چې د دوى امنيت دې ټينګ کړي، ځکه چې د دوى لپاره په نورستان کې راتلونکى ستر ګواښ يواځې نا امني ده.

 عزت الله زياتوي: ((که چېرې امنيت ټينګ شي، نو په نورستان کې به ټاکنې ډېرې رڼې وي.))

ياده دې وي چې دا مهال د نورستان د مرکز سربېره په اوو ولسواليو کې اته د نوم ليکنې ګرځنده ډلې فعاله شوې، خو بيا هم د يو شمېر لرو پرتو سيمو اوسېدونکي شکايت کوي چې د رايې ورکونې د کارتونو له اخيستو بې برخې پاتې دي.

دوى وايي، چې نورستان يو غرنى ولايت دى او د هرې سيمې اوسېدونکي يې د ولسوالۍ مرکز ته نه شي راتلى.

د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمن پژواک ته وويل چې ګرځنده ډلې يواځې د ولسواليو مرکز او نږدې سيمو کې فعاليت کوي او هغه سيمې چې له مرکز څخه لرې دي هلته نه شي تللى.

ده وويل: ((د ولسوالۍ نه پنځه کيلومتره هم وړاندې نه شي تللى ځکه هلته نا امني ده.))

نوموړى وايي، که چېرې حکومت غواړي رڼې ټاکنې ترسره شي نو بايد امنيت راولي او ټولو سيمو ته د نوم ليکنې ګرځنده ډلې واستوي، تر څو نوم ليکنه وکړي او نورستانيان په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.