ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار دره نور کې يو کوچنى بند الوځول شوى

author avatar
11 Nov 2013 - 15:18
author avatar
11 Nov 2013 - 15:18

جلال اباد (پژواک ٢٠ لړم ٩٢): د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د يوه کوچني بند په الوځولو سره شاوخوا ٢٠٠ کورنۍ د برېښنا له نعمته بې برخې شوې.

 

د دره نور ولسوال اسرارالله قاري زاده د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه يوه بجه د دې ولسوالۍ د چوال په سيمه کې د اوبو يو بند چې شاوخوا ٢٠٠ کورونو ته يې برېښنا برابروله د ماين چاودنې له امله ويجاړ شوى دى.

 

د هغه په وينا، دغه بند چې ژرنده يې هم لرله او د ملي پيوستون له لوري جوړ شوى و، پرماين الوځول شوى دى.

 

ولسوال زياتوي، چې پر ياد بند د ملي پيوستون شاوخوا پنځه ميليونه افغانۍ لګښت راغلى و، چې څه برخه يې د سيمې خلکو هم ورکړې وه.

 

دا چې ياده چاودنه د چا له لوري رامنځته شوې ولسوال يې په اړه څه ونه ويل.

 

خو د ننګرهار د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوي پيغام کې ويل شوي چې ياد بند د شخصي دښمنۍ په نتيجه کې الوځول شوى دى.

 

د دره نور اوسېدونکى حاجي چندړ پژواک ته وويل، چې په دې وروستيو کې په دره نور ولسوالۍ کې هم امنيتي حالت خراب شوى دى.

 

دى وايي، چې ډېرى وخت شخصي ستونزې د وسله والو په جامه کې پالل کېږي.

 

همداراز د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وايي، چې تېره ورځ د روداتو ولسوالۍ په حصارک سيمه کې يو شمېر وسله والو غوښتل چې د سيمې اوسېدونکي وځوروي چې له پوليسو سره مخ شول.

 

نوموړي زياته کړه، چې د وسله والو او پوليسو تر منځ نښته رامنځته شوې چې په پايله کې يې يو تن ژوندى نيول شوى او يو بل ټپي شوى دى.

 

ده زياته کړه: ((يو عراده ډاډسن موټر هم له وسله والو څخه نيول شوى دى.))

 

ياده دې وي چې تېره ورځ د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم د وسله والو او پوليسو تر منځ نښته رامنځته شوې وه، چې له امله يې د تورخم- جلال اباد لويه لاره شاوخوا درې ساعته تړل شوې وه.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.