ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ١٢٠ زره تنو نوم ليکنه کړې

author avatar
11 Nov 2013 - 16:38
author avatar
11 Nov 2013 - 16:38

کندهار (پژواک ٢٠ لړم ٩٢): په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې تر دې مهاله د دغه ولايت ١٢٠ زره وګړو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي، چې شاوخوا ٣٠ زره يې ښځې دي.

خو د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې په ډېرو سيمو کې د مرکزونو د لري والي او امنيتي ګواښونو له امله خلک نه دي توانېدلي، چې د نوم ليکنې کارتونه واخلي.

په کندهار ښار او ولسواليو کې د نوم ليکنې ٢٦ مرکزونه پرانيستل شوي وو، چې له ټاکلي مهالوېش سره سم په ولسواليو کې دغه مرکزونه تړل کېږي، خو يوازې به په کندهار ښار کې دوه مرکزونه پرانيستي وي.

په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس انجنير عبدالهادي د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې د نوم ليکنې د مرکزونو له پرانيستل کېدو را په دېخوا شاوخوا ١٢٠ زرو کسانو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي، چې ٣٠ زره يې ښځې دي.

هغه زياته کړه، د هغوى کارونه له مهالوېش سره سم روان وو او په دې دوره کې يې نه يوازې په ښار، بلکې د ولسواليو په مرکزونو کې هم د نوم ليکنې محلونه جوړ کړي وو او دغه راز يې د څه مودې لپاره په ولسواليو کې ګرځنده ټيمونو هم پر دندو ګومارلي وو.

دی وايي، اوس په ولسواليو کې د نوم‌ليکنې ټول مرکزونه تړل شوي او که څوک غواړي کارت واخلي نو کولاى شي په ښار کې له پاتې دوو مرکزونو يې ترلاسه کړي.

د هېواد د نورو سيمو تر څنګ په کندهار کې داسې مهال د نوم ليکنې مرکزونه تړل کېږي، چې د يو شمېر لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکي او سيمه ييز چارواکي وايي، چې ډېرو خلکو د رايې ورکولو کارتونه نه دي اخيستي.

د ميانشين ولسوال حاجي روزيخان پژواک ته وويل، وسله والو مخالفينو په دې ولسوالۍ کې ډېرې لارې په ماينونو پوښلې او بندې کړې او بل له کليو څخه د نوم ليکنې د مرکز د لري والي ستونزه وه، چې له امله يې خلک و نه توانېدل کارنونه واخلي.

دی وايي، د ولسوالۍ په مرکز کې زياتو خلکو نوم ليکنه کړې، خو تر يوې مياشتې وروسته د نوم‌ليکنې د مرکزونو مامورين بېکاره ناست وو، ځکه د کارتونو د اخيستلو لپاره خلک دغه مرکز ته نه ورتلل.

تېره اونۍ د کندهار د پنځو سرحدي ولسواليو اوسېدونکي قومي مشران کندهار ښار ته راغلي وو او ويل يې چې په سيمو کې يې ډېرو خلکو د رايې ورکولو کارتونه نه دي اخيستي او کېداى شي په ټاکنو کې له ګډون څخه پاتې شي.

دغه قومي مشران د معروف، ارغستان، سپين بولدک، ښورابک او رېګستان ولسواليو اوسېدونکي وو، چې پر ډيورنډ کرښه پرتې دي.

د کندهار ولايت د رېګستان ولسوالۍ يوه قومي مشر امين الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې ولسوالۍ ته تر اوسه پورې د نوم ليکنې هېڅ ډله نه ده ورغلې او خلکو کارتونه نه دي اخيستي.

هغه زياته کړه، د رېګستان ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې له ٢٠ تر ٣٠ زره کورنۍ ژوند کوي، خو تر دې مهاله يوه تن هم د رايې ورکولو کارت نه دى اخيستى.

دى وايي، که څه هم دغه ولسوالۍ نا امنه ګڼل کېږي، خو د ټاکنو کمېسيون د قومي مشرانو په مرسته کولاى شواى، چې دې ولسوالۍ ته د نوم ليکنې ټيمونه ولېږي او خلکو ته کارتونه ورکړي.

د معروف ولسوالۍ قومي مشر حاجي عزيز الله وويل، چې په دې ولسوالۍ کې حکومت پر سيمو نه بلکې يوازې پر خپلو امنيتي پوستو حاکم دى.

هغه زياته کړه، د معروف ولسوالۍ ډېرې ګڼ مېشتې سيمې لکه سامي غر، لوړه، سپينه ګاره، ناوه او نورې د نوم ليکنې له بهير څخه پاتې شوې دي.

نوموړي وويل: ((يوازې د معروف ولسوالۍ په ناوه سيمه کې له ١٠ تر ٢٠ زرو کورنۍ ژوند کوي، خو هلته تر اوسه يوه تن هم د نوم ليکنې کارت نه دى اخيستى.))

ده وويل، د معروف ولسوالۍ د ګڼو سيمو اوسېدونکو د تېرو ټاکنو پر مهال د رايې ورکولو کارتونه اخيستي وو، خو وروسته طالبانو ورڅخه ټول کړل.

دغه قومي مشر د ټاکنو له کمېسيون څخه وغوښتل، چې د نوم ليکنې موده وغځوي او ورسره سم دې ولسوالۍ ته د نوم ليکنې ګرځنده ډلې واستوي، تر څو خلک خپل نومونه ثبت او په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې له ټاکلي مهالوېش سره سم په ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه تړل شوي، که څوک غواړي چې کارټ واخلي نو په کندهار ښار کې يې له پرانيستو دوو مرکزونو تر لاسه کولاى شي.

د کندهار نفوس شا وخوا ٢ ميليونه تنه اټکل شوى، چې د خلکو په باور له دغې جملې څخه د ١٢٠ زرو کسانو له خوا د کارټونو اخيستل کمه شمېره ده.

د تېرو ټاکنو پر مهال د ټول کندهار په کچه شا وخوا ١٢ سوه زره وګړو کارټونه اخيستي وو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.