ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن په ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه تړل کېږي

نن په ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه تړل کېږي

author avatar
11 Nov 2013 - 13:41
نن په ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه تړل کېږي
author avatar
11 Nov 2013 - 13:41

کابل (پژواک ٢٠ لړم ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د ټاکل شوې مودې له مخې د نن ورځې تر وروستيو به په ټولو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه وتړي او د نوم ليکنې ګرځنده ډلې به هم خپل فعاليت پاى ته ورسوي.

د دغه کمېسيون چارواکي وايي، چې يواځې د ولايتونو په مرکزونو کې به د نوم ليکنې يو مرکز پرانيستى وساتي، تر څو له دغه بهير څخه پاتې په شرايطو برابرو کسانو ته کارتونه توزېع کړي.

دى وايي، ولايتي مرکزونه به د راتلونکي کال د وري تر دويمې نېټې (تر ټاکنو دوه اونۍ وړاندې) پرانيستي وي.

د دغه کمېسيون وياند نورمحمد نور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنو کمېسيون د نا امنيو له امله نه دى توانېدلى په شپږو ولايتونو کې نوم ليکنه وکړي او خلکو ته د رايې ورکولو کارتونه ووېشي.

په هلمند کې دېشو او باغران ولسوالۍ، په غزني کې ناوه، په زابل کې کاکړ، په کاپيسا کې اله ساى او په پکتيکا کې نکه هغه ولسوالۍ دي چې د نور په وينا، د دولت د مخالفينو د پراخ حضور له امله د ټاکنو خپلواک کمېسيون نه دى توانېدلى، خلکو ته په کې د نوم ليکنې کارتونه ووېشي.

دى وايي، که امنيتي ارګانونه ډاډ ورکړي، د ټاکنو کمېسيون چمتو دى چې په پاتې شپږو ولسواليو کې د نوم ليکنې بهير پيل کړي.

ده زياته کړه: “همدا چې امنيتي ارګانونه موږ ته شين څراغ راکړي، زموږ مواد چمتو دي، په همغه ورځ په دغو ولسواليو کې کارتونه وېشو، تر څو واجد شرايط کسان کارت واخلي.”

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نوم ليکنې لومړى پړاو د ولايتونو په مرکزونو کې د روان کال د غبرګولي په پنځمه او ورسره دويم پړاو د ولسواليو په کچه دوه مياشتې وروسته د زمري په پنځمه پيل کړل.

ټاکل شوې وه چې نوم ليکنه د تلې په پنځمه پاى ته ورسېږي او د هر يوه ولايت په کچه يواځې يو مرکز پاتې شي، خو دغه موده د ټاکنو خپلواک کمېسيون د لړم تر شلمې وغځوله او په کليو کې يې د نوم ليکنې لپاره ګرځنده ډلې هم وګومارلې.

د ټاکنو کمېسيون هله ګرځنده ډلې وګومارلې چې د نوم ليکنې په بهير کې د ښځو د کمې ونډې او د مرکزونو د لرې والي په اړه ځينې نيوکې رامنځته شوې.

نور وايي، د ټاکل شوې مودې له مخې، د نن ورځې تر پايه به په ټولو په ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه وتړي او د نوم ليکنې ګرځنده ډلې به هم خپل فعاليت پاى ته ورسوي.

د ده د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله نږدې ٢،٩ ميليونه کسانو نوم ليکنه کړې ده، چې له يوه ميليون يې ډېر ښځينه دي.

د ټاکنو کمېسيون په لومړيو کې ويلي وو، چې څلورو ميليونه کسانو ته به د رايې ورکولو کارتونو وېشلو ته يې چمتووالى نيولى دى.

ټاکل شوې چې د نوم ليکنې لړۍ د راتلونکي کال د ټاکنو له ورځې دوه اونۍ وړاندې د وري په دويمه نېټه پاى ته ورسېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.