ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنيو ځواکونو له لوګره د يوه قومي مشر په ګډون پنځه تنه وړي

بهرنيو ځواکونو له لوګره د يوه قومي مشر په ګډون پنځه تنه وړي

author avatar
12 Nov 2013 - 12:55
بهرنيو ځواکونو له لوګره د يوه قومي مشر په ګډون پنځه تنه وړي
author avatar
12 Nov 2013 - 12:55

پل علم (پژواک ٢١ لړم ٩٢): په  لوګر ولايت کې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د دوو کورونو دروازې الوځولې او د يوه قومي مشر په ګډون يې پنځه کسه  له ځان سره وړي دي، بلخوا په جوزجان کې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په لوګر کې د سيمې اوسېدونکى سيد جاوېد هاشمي وايي، چې د پل علم اړوند د هوتي سيدانو په کلي د شپې دوولس بجې عمليات ترسره شول.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، نړيوالو ځواکونو د دوو کورونو دروازې پر بمونو والوځولې او د يوه قومي مشر ملک شرين په ګډون يې پنځه تنه له ځان سره يووړل.

هغه زياتوي، چې د بهرنيو ځواکونو له لوري وړل شوي کسان د سيمې عادي خلک دي او له وسله والو سره هېڅ اړيکې نه لري.

دغه راز د سيمې يو بل اوسېدونکى محب الله هم وايي، چې ټوله شپه يې خوب نه دى کړى، د کلي پر سر الوتکې ګرځېدې او په کوڅو کې امريکايي عسکر.

هغه زياتوي، دا ډول عمليات په اوړي کې بايد ترسره شي، چې په هره سيمه کې وسله وال ازاد ګرځي، اوس چې وسله وال نشته او يخ زيات شوى شپني عمليات پيل شول.

خو د لوګر ولايت وياند دين محمد دروېش د دغو عملياتو په اړه ناخبري وښوده.

د يو بل خبر له مخې، د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په منګوتي کلي کې د پوليسو او وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوې چې په پايله کې يې دوه وسله وال وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.

د جوزجان ولايت امنيه قوماندان سمونوال فقير محمد جوزجاني د دې ترڅنګ چې دا نښته تېره شپه رامنځته شوې وويل، چې په دې پېښه ملکي وګړو ته زيانه نه دى اوښتى.

طالبانو تر اوسه د يادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.